سياسی او اجتماعی ډله: د سيمې مسلمانې ښځې له دې نه علاوه چې د ظلم او جور په حاكمانوباندې د اعتراضاتو په ډګر كښې د ټينګ اودرېدولو او د موجودګۍ د دوام لپاره خپلو خاوندانو او فرزندانو ته په انګېزه وركولو كښې نۀ انكارېدونكے كردار لری خپله هم د كرامت د حفاظت په لپاره ډګر ته راوتلې دی چې له فطمی كلتور او ثقافت څخه نننے تجسم وګرځی.
په تاتارستان كښې د ايران د اسلامی جمهوريت له كلتوری مركز سره وابسته پروېز قاسمی د حضرت فاطمه زهرا سلام الله عليها د شهادت د ورځو په درشل كښې د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د ناخوالو په وړاندې د انسان په مقاوم سازۍ كښې د عقيدې او ايمان د عنصر كردار ته اشاره وكړه او وې ويل: دغه خصوصيت به هغه وخت څرګند شی او خپل جوبن ته به ورسی چې ايمان او عقيده دينی رنګ او ماهيت هم پېدا كړی.
هغۀ د بی بی فاطمې (س) شهادت غوښتونكې روحیې ته په اشارې سره زياته كړه:د اميرالمومنين (ع) له حق څخه په دفاع كښې د هغې بی بی سرښيدنه او مېړانه مثالی ده. هغه په فدك كښې د خپل حق له غصب كېدو څخه په منعې كولو كښې په خداے پاك او د نبوت او امامت په رښتينی مكتب باندې له ايمان څخه پرته بل عامل نه لری.
قاسمی د اسلامی بېدارۍ په ډګر كښې د سيمی د ښځو شانداره شتون ته اشاره وكړه او وې ويل: د سيمې مسلمانې ښځې له دې نه علاوه چې د ظلم او جور په حاكمانوباندې د اعتراضاتو په ډګر كښې د ټينګ اودرېدولو او د موجودګۍ د دوام لپاره خپلو خاوندانو او فرزندانو ته په انګېزه وركولو كښې نۀ انكارېدونكے كردار لری خپله هم د كرامت د حفاظت په لپاره ډګر ته راوتلې دی چې له فطمی كلتور او ثقافت څخه نننے تجسم وګرځی.
992937