IQNA

په تركیې كښې د ((قران د حفظ اهميت)) په موضوع سره د مقاله ليكلو سيالی جوړیږی

21:29 - April 30, 2012
د خبر لمبر: 2315479
نړيواله ډله: د قران كريم د حفظ د اهميت په موضوع سره د مقاله ليكلو سيالی په تركيه كښې د قران د حافظانو د نړيوال مركز په همت سره جوړیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «ehad» اطلاع رسونې د مركز په نقل سره رپوټ وركړ؛د تركیې د قران حافظانو د عمومی بلنې په خپرولو سره اعلان وكړ چې د قران شريف د حفظ د نړيوالې ورځې په مناسبت د عمر له قېد نه بغېر د ښځو او سړيو لپاره د مقاله ليكلو سيالی برابروی.
د دغې بلنې په يوه برخه كښې راغلی دی: هر كس چې كولې شی قلم په لاس كښې واخلی او وليكی په دغه سيالۍ كښې به د ګډون حق ولری او د مقام د حاصلولو په صورت كښې به بېت الله شريف ته د سفر ارزښتناك انعام ترلاسه كړی.
د دغې بلنې په دوام كښې راغلی دی: په دغه سيالۍ كښې د ګډون مينه وال له سبا ورځې يعنې د غوئی د مياشتې له ١٢ نېټې نه د روان هجری نمريز كال د چنګاښ د مياشتې تر لسمې نېټې پورې فرصت لری چې خپلې مقالې د سيالۍ دبيرخانې ته ولیږی چې د داورانو كمټی چې الهياتو د پوهنځی په فارغ التحصيلانو، د دينی انجمنونو په مشرانو او د تركیې د ديانت تنظيم د لوړې دينی شورا په څو تنو غړيو مشتمله ده د هغو په باره كښې داوری وكړی.
د تركیې د قران شريف د حافظانونړيوال تنظيم ويلی دی. د دغې سيالۍ د داورۍ نتائج به د چنګاښ د مياشتې په يولسمه نټه اعلان شی او برترې مقالې به د تركیې د ديانت تنظيم د مشر ((محمد ګورمز)) په ملاتړ سره د خطبې په قالب كښې په مختلفو جوماتونو كښې قرائت شی.
995844
captcha