د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ څانګې د آران نيوز په نقل سره رپوټ وركړ: د عدالت او پراختيا د ګوند مېرمنو د تركیې په ټولو ځايونو كښې له حجاب څخه د استفادې د ازادۍ طرح د تركیې د پارلېمان مشر جميل چيچك ته وركړه.
دغه طرحه ((د ښځو له نظره نوے مدنی قانون)) په عنوان سره د دغه هېواد پارلېمان ته وړاندې شوه او هغوی په دغه طرحه كښې له ترك قانونو جوړوونكو څخه غواړی چې د يو قانون په تصويب سره د تركیې په ټولو ځايونو كښې له حجاب او پردې څخه د استفادې امكان رامنځته كړی.
په دغه طرحه كښې همدارنګ غوښتنه شوې ده چې پارلېمان دې د كورنۍ، دين او ډېموكرېسۍ لپاره د لا زيات اهميت قائل شی او د سېكولرازم تپل دې هم ختم كړی، دغه طرح چې په پينځلسو مخونو كښې تياره شوې ده په پارلېمانی سېسټم كښې د يو لړ بدلونونو د رامنځته كولو غوښتونكی ده او ويلی یې دی چې جمهوری رياست سېسټم دې پكار دی په جدی توګه په نظر كښې ونيولې شی.
997431