د ايرانی قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د اسلامی بېداۍ برخه چې په دې دوران كښې د اسلامی بېدارۍ او مقاومت د كلتور د خپرولو په خاطر د تهران د كتاب د پينځووېشتم نړيوال نندارتون په ترڅ كښې شروع شوې ده پرون د غوئی د مياشتې په ديارلسمه نېټه د اسلامی كلتور او ارشاد د وزير سيد محمد حسينې، د مستضعفينو د بسيج د مشر سيد محمد رضا نقدی او د هېواد د يو شمېر نورو كلتوری مسئولينو په شتون سره پرانېستلې شوه.
په دغو مراسمو كښې سيد محمد حسېنی په دغه هال كښې له موجودو سټالونو څخه په كتنې سره د ايكنا خبری اېجنسۍ له سټال څخه كتنه وكړه او په دغه كتنه كښې یې د دغه خبری اېجنسۍ د څلوېښتمې ژبې پرانېسته وكړه. له دې مخكښې په دغه رسنه كښې توليد شوی خبرونه په ٣٦ ژبو باندې ترجمه كېدل چې په ېدې اقدام سره اوس توليد شوی خبرونه د دنيا په څلوېښتو ژونديو ژبو باندې ترجمه كیږی. پرتګالی، يونانی، پنجابی او جاپانی هغه ژبې دی چې د سيد محمد حسينی په شتون سره افتتاح شوی دی.
د اسلامی كلتور او ارشاد وزير همدارنګ په دغه هال كښې له نورو سټالونو څخه هم كتنه وكړه او د هغوی له اثارو سره اشنا شو.
د يادونې ده چې د تهران د كتاب پينځويشتم نړيوال نندارتون به د غوئی د مياشتې له ديارلسمې نه د همدې مياشتې تر درويشتمې نېټې پورې د كتاب د لوستنې د مينه والو كوربا وی.
998726