د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «AFP» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ د اسلام دښمنو عناصرو لخوا د سټراسبورګ ښار د جومات له بېحرمتۍ وروسته د فرانس د مسلمانانو شورا د د ا ډول اقداماتو د غندلو په ترڅ كښې اعلان وكړ: د مسلمانانو د په جوماتونو او د عبادت په نورو ځايونو باندې د حملې زياتوالی د دغې شورا اندېښنه رامنځته كړې ده او مسلمان مشران په فرانس كښې د داسې اقداماتو معمول كېدو سخت اندېښمن كړی دی.
د دغې بيانیې په دوام كښې په دې خبره باندې پخلے شوے دے چې د نامعلومو عواملو لخوا د اسلام په دوو عبادتی ځايونو باندې حملې شوی دی او د دغو دوو جوماتونو په ورونو او ديوالونو باندې د مسلمانانو په خلاف د نعرو له لېكلو نه علاوه د مات شوی صليبونو تصويرنه هم جوړ كړې شوی دی، داسې تصويرونه چې له ښی لاسو تند لارو ډلو سره د دغو ا قداماتو د تړاؤ ښودنه كوی.
ناپېژندل شويو كسانو وړمه ورځ د زيارت په ورځ د غبرګولی د مياشتې په څلورمه نېټه د سټراسبورګ په جومات باندې د حملې په ترڅ كښې (( له فرانس څخه اوځئ))، ((دلته د عربو ځاے نشته)) او ((جومات نه غواړو)) په شان نعرې د دغه ځاے په ورونو او ديوالونو باندې وليكلې.
1016049