د (المنار) د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) درپورټ له مخې: د حزب الله اسلامی مقاومت د يوې بيانیې په خپرولوسره د سورئې د الحوله سيمې د خلكو د بې رحمانه وژلې په نسبت چې ګڼ شمير ماشومان پكښې هم وژل شوی دی، خپل دریځ اعلان كړ.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی: حزب الله په الحوله سيمه كښې د دغې بې رحمانه وژلې په نسبت د خپلې سختې خواشينۍ او حيرانتيا د څرګندولو په ترڅ كښې دغه اقدام په كلكه غندی.
د لبنان اسلامی مقاومت په دوام كښې ليكی: حزب د سورئې د حالاتو په باب خپل دریځ تل په څرګنده اعلان كړے او ټينګار ئې كړے دے چې خبرې اترې او سياسی سوله ايزه حل لاره له اوسنی كړكيچ څخه د وتلو لپاره يواځنۍ لاره ده.
حزب الله همداراز د سورئې له مخالفانو نه وغوښتل چې د خبرواترو په بيا پيلولو او د پرديو په دخالت باندې په ملا نه تړلو سره مطلوب اصلاحات عملی كړی او د خپل وطن مصلحت دې په نظر كښې وساتی.
د سورئې وسله والو ډلو په يو ترهګرانه اقدام كښې د دغه هيواد په حمص ولايت كښې په حوله نومې سيمه كښې يوه غميزه لرونكې وژله ترسره كړه او د ګڼ شمير ښځو او ماشومانو په شمول ئې تقريبا ٩٠ تنه بې ګناه خلك قتل كړل. 1018377