د حج د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ترسره شويو برنامه ريزيو په اساس د ايران د قرآنی فعالانو د قافلو د غړيو قرآنی غونډې هره ورځ په مسجدالحرام كښې ترسره كیږی.
دغه غونډې د ايران د زياترو قرآنی فعالانو او قاريانو په شتون سره هره ورځ په مسجدالحرام كښې ترسره كیږی چې د نورو ايرانی زايرانو او عمره كونكو لخوا د دغو غونډو هركلے ډير د ليدو وړ دے.
دغه رپورټ زياتوی، دغه غونډې په حقيقت كښې د هغو پروپیګنډو يو ځواب دے چې ځينی وهابيان ئې د شيعه مذهب پرخلاف كوی.
د وئيلو ده چې د قرآنی فعالانو قافله تر راروانې چارشنبې ورځې يعنې د چنګاښ د مياشتې تر ١٤ نیټې پورې د وحی په ټاټوبی كښې شتون لری. 1043019