د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د اسلامی اقتصادو په ډګر كښې د نظريه پردازۍ د غونډو د لړۍ پينځمه غونډه ((اقتصادی نظام د قران له نظره)) ترعنوان لاندې د ودې د اسلامی ايرانی بېلګې د عالی شوار د غړی او د اسلامی كلتور اوافكارو د تحقيقاتی مركز د علمی پلاوی د غړی حجت الاسلام والمسلمين سيد حسن مير معزی په ګډون سره د هېواد د قرانی فعاليتونو د تنظيم د كانفرنسونوپه هال كښې جوړه شوه.
د دغه رپوټ له مخې هغۀ په دغه غونډه كښې د قران له نظره د اسلام د اقتصادی نظام فلسفی اصول د بحثونو له لړۍ څخه ((انسان پېژندنه او اقتصاد د قران شريف له نظره)) په موضوع باندې رڼا واچوله او وې ويل: په لېبرلی نړۍ كتنه كښې چې د سرمايه دارانه قتصادوتر تاثير لاندې ده د انسان خصوصيات د فرد د اصالت او فرد پالنې پالنې په مجموعه ښئ. چې د هغوی له نظره انسانان د اېټمی ذراتو په شان د يوبل ترڅنګه شتون لری خو له يو بل نه خپلواكه دی. انسان يو تنها موجود دے او هیڅ كس ورباندې تسلط نۀ لری خپله د ځان مالك دے او نۀ خداے، نۀ دين، نۀ حكومت په انسان باندې د تحكيم حق نه لری هغه د خپلو افعالو او املاكو خپله مالك دے.
ښاغلی معزی څرګنده كړه د انسان لپاره د فرد اصالت،خواهشاتو او خوندونو ته په مخه كولو سره ارزښت مقرروی ، د انسان خواهشات هغۀ د لارښوونه كوی او د هغۀ لپاره هدف ټاكی. د هغۀ عقل د خواهشاتو تابع وی . كله چې خواهشات يوه موضوع خوښه كړی نو عقل هغه ته د رسېدو لپاره خواهش استعالوی چې ترټولو لنډه لار غوره شی. د فرد وروستے هدف او سعادت د هغۀ د لذت او خواهش په بنياد ټاكل كیږی.
هغۀ وويل د سرمايه داری اقتصادو د روح په بنياد انسان خپلواكه او څوك یې په چارو كښې د دخالت حق نۀ لری او د هر څيز خپله مالك دے.
حجت الاسلام مير معزی د انسان د خلقت هدف ته په اشارې سره تاكيد وكړ: د قران شريف له نظره د انسان د خلقت هدف د كمال او عبوديت څوكې ته رسېدل يد. د خداے ګران رسول (ص) د انسانيت دكمال تر ټولو لوړې څوكې او د عبوديت او بندګۍ لوړ مقام ته ورسېد او مونږ مسلمانان په دې وګمارلې شو چې په هر نمونځ كښې د هغه حضرت د عبوديت او بندګۍ د مقام ګواهی وركړو او قران شريف هم په قران شريف كښې دې موضوع ته اشاره كړې ده او فرمائی: وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِیَعْبُدُونِ؛
هغۀ زياته كړه اقتصادی نظام پكار دی داسې وی چې په اسلامی معاشره كښې د خداے د بندګانو لپاره دعبوديت د كمال په لور د حركت لپاره ضروری زمينه رامنځته كړی.
هغۀ په اخېر كښې څرګنده كړه اسلامی اقتصادی نظام داسې برابر كړې شی چې عقل په خواهشاتو او غرائزو باندې رهبری وكړی او انسان انسان خپل عظمت او ودې ته ورسیږی. صراط مسقيم هم هغه په انسانی غرائزو او خواهشاتو باندې د عقل واكمنی ده او اسلام د انسانی غرائزو د ځپلو او ختمولو غوښتونكے نۀ دے بلكې د عقل په ذريعه د غرائزو د تعديل په لټه كښې دے.
1048890