IQNA

په بلغاریه کې د اسلام د بنیادي پوهې د سیالیو د اتلسم پړاؤ ترسره شو(انځوریز راپور)

10:38 - September 04, 2025
د خبر لمبر: 3491649
ایکنا – د بلغاریه شومن ښار  د اګست له ۲۹ تر ۳۱ نیټې پورې د اسلام د بنیادي پوهې د ملی سیالیو د اتلسم پړاؤ کوربه ؤ چې د بلغاریه جمهوریت د لوي مفتي په وسیله ترسره شو.

یکنانیوز  د مسلمون حول العالم انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ، د بلغاریه شومن ښار د ۲۰۲۵کال د اګست له ۲۹تر ۳۱ نیټې پورې د اسلام دین د بینادي پوهې د ملی سیالیو د اتلسم پړاؤ کوربه ؤ چې د بلغاریه جمهوریت دلوي مفتي  په وسیله ترسره شوې.

 دغه سیالۍ په نواب دیني مدرسې کې او د دسیمه ایزو مقدماتي سیالیو کې د برلاسه کسانو په شتون سره د هماغې میاشتې په پیل کې ترسره شوې.

دغه  سیالۍ له هغو دستورو سره چې په هغو کې د مختلفو عمرونو اوسطحو ډلو کې  برلاسه کسان، په یوې خوښې فضا کې او د غوره روحانیونو او چارواکو په شتون  سره ونازول شول ،پاي ته ورسیدې.

 په دغو دستورو کې د بلغاریه  جمهوریت لوي مفتي مصطفی حاجي، د هغه مرستیالان احمد حسنوف او بیهجان محمد او د بلغاریه د مسلمانانو د عالی شورا  مشر ودات احمد ګډون درلود.

د سیمې نور مفتیان لکه مسعود ممدوف، مفتی شومن او ځیني نورو هم په دغو دستورو کې ګډون وکړ او دغه راز د مفتی د دفتر د روزنې د برخې مدیر امیر فلیتی او ښونې او ارشاد له ادارو څخه یو شمیر کارپوهانو  او د شومن ښاروال پروفیسر هریستو هریستوف  او نورو سیاسي شخصیّتونو  هم په دغو دستورو کې ګډون وکړ.

 په دغو دستورو کې مصطفی حاجي  چې د بلغاریه لوي مفتی دی پخپلې وینا کې ټينګار وکړ، چې په بلغاریه کې  اسلام ژوندی او حاضر  دی  او  د قرآن دزده کړې او قرائت پړاؤنه دهغو نسلونو د تیارولو لپاره چې  مسئولیّت منونکي  کیدلی او د هیواد راتلونکی منظمولی شي ، مرسته کوي.

د شومن مفتی مسعود ممدوف  هم پخپلې وینا کې  د شومن تاریخي ځائيګي باندې په ټينګار سره  او په دیني زده کړې کې د هغو  په رول سره  ووئيل،  چې ددغې لوئې پيښې کوربتوب  د  هغه د ښار لپاره یو ویاړ دی. 

 په دغه پروګرام کې  په رویان کلي کې د قرآنی زده کړې د یوه پړاؤ  انجونو مداحي او دیني سرود ، ددبره اوریبنوو کلو له ماشومانو سره  یوځاي له لنډ تیئټر سره یوځاي اجرا کړ.

په بلغارستان کې د قرآن د زده کړې پړاؤنه  د مسلمانانو دټولنې د کلتوري او دیني هویّت په ساتلو کې  چورلیزي رول لري  او د قرآن د تلاؤ د سموالي، د هغو د معنو  په درک او له کم عمرئ څخه  دهغو د دیني او اخلاقي ارزښتونو د ورزده کولو په باب د ماشومانو او زلمیانو  دزده کړې  او روزنې  بنیاد او اساس  دي.  دغه پړاؤنه  همداراز  له  هغه خبر،تعلیمیافته  او پوهه نسل رامینځةکولو سره مرسته کوي چې  د خپلې ټولنې مسئولیت په غاړه لري  او  د بلغاریه د کلتوري او اجتماعي چاپیریال کې په انډولیزه رودې سره د اسلامی چارو د اجرا  وړ دي.

برگزاری هجدهمین دوره مسابقات دانش پایه اسلام در بلغارستان  + عکس

برگزاری هجدهمین دوره مسابقات دانش پایه اسلام در بلغارستان  + عکس

برگزاری هجدهمین دوره مسابقات دانش پایه اسلام در بلغارستان  + عکس

برگزاری هجدهمین دوره مسابقات دانش پایه اسلام در بلغارستان  + عکس

برگزاری هجدهمین دوره مسابقات دانش پایه اسلام در بلغارستان  + عکس

برگزاری هجدهمین دوره مسابقات دانش پایه اسلام در بلغارستان  + عکس

https://iqna.ir/fa/news/4303049

captcha