ایکنانیوز د پارستوډې له قوله راپورراکوي،یسراییل زيو وويل: «هغه جګړه چې پخوا د اسرائيلو لپاره روا ښکاریده، اوس دنړئ دعمومي افکارو په وړاندې د مشروعيت له ننګونو سره مخ ده او د دغه رژيم نړيوال انځور په له مینځه تلو دی.
د اسرائيلي نیواکګر پوځ د عملياتو د خونې پخواني قوماندان، يسرائيل زيو، وويل چې د يحيي السنوار وړاندوينې رښتيا کيږي.
هغه زياته کړه چې د اسرائيلو د ملاتړو هیوادونو ملاتړ کميږي او «السنوار وتوانېد چې روانه مياشت د ملګرو ملتو تر ټریبیونه ورسيږي څو د فلسطين د حکومت د جوړېدو اعلان نړيوالو ته وکړي. السنوار، له خپل قبر څخه، د اسرائيلو پر وړاندې د لوي بري لپاره ودرېد.
دغه اسرائيلي جنرال دوه ورځې وړاندې هم ويلي وو چې نتنياهو فلج دی او د ټرمپ له موافقې پرته هېڅ اقدام نه شي کولای. هغه زياته کړې وه: د نتنياهو کابينه اسرائيل د غزې په تړانګه کې يوې وژونکې کړنې ته کاږي چې د جګړې له موخو سره په ټکر کې ده.
زيو وويل چې نتنياهو دا اقدام يوازې د امريکا د ولسمشر د خوشالولو لپاره کوي او د غزې نیواک هېڅ اړتيا نه لري، بلکې زمونږ د عسکرو ژوند ته يوازې درانه تاوانونه اړوي.
https://parstoday.ir/fa/west_of_asia-i21188