ایکنانیوز د altaj.news له قوله راپور راکړی، دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي: دا سیالۍ به په اوو برخو کې، د ټول قرآن حفظ، ۲۵ پرلهپسې اجزاء، ۲۰ پرلهپسې اجزاء، ۱۵ پرلهپسې اجزاء، ۱۰ اجزاء، پنځه پرلهپسې اجزاء او د یو جزء یا سپارې د حفظ په برخو کې ترسره شي.
په دغو سیالیو کې به له ۸ څخه تر ۳۰ کلونو پورې بېلابېل عمر لرونکي میرمنې برخه واخلي او هره برخه د د مختلفو عمر لرونکو لپاره ده.
په دغو سیالیو کې نوملیکنه د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر تر ۱۵مې (د روان کال د تلې ۲۳مه) پورې دوام لري او د «https://h-qran-c.awqaf.gov.jo/» ویبسایټ له لارې ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې د هاشمي قرآن سیالۍ په اردن کې کلنۍ قرآني سیالۍ دي چې په ملي او نړیواله کچه په دغه هېواد کې ترسره کېږي.
دا سیالۍ، چې د اردن د پاچا او د اوقافو، چارو او اسلامي مقدساتو د وزارت تر څارنې لاندې ترسره کېږي، لومړی ځل په ۱۹۹۳ کال کې پیل شوې.
دا سیالۍ په دوو برخو، د ښځو او نارینهوو لپاره ترسره کېږي او د قرآن حفظ او تلاوت ته وده ورکول، په ځانګړي توګه د ځوانانو په منځ کې د کلام وحي ته پاملرنه په خپل کاري پلان کې لري.
https://iqna.ir/fa/news/4305325