د عراق د رباط محمدي د عالمانو د شورا مشر سيد عبدالقادر الآلوسي، ،له ایکنانیوز سره په خبرو کې، د اسلامي وحدت د نهه دېرشم نړيوال کنفرانس په څنډې کې، د رسول اکرم (ص) د زېږېدنې زر او پينځه سوه کليزې او د اسلامي وحدت کنفرانس د جوړېدو په اړه وويل: د رسول اکرم (ص) د زېږېدنې کليزه پخپله د اسلامي وحدت لپاره يوه روښانه لاره ده او دا موضوع د ټولو لخوا منل شوې ده.
هغه زياته کړه: د رسول اکرم (ص) د زېږېدنې په برکت، دا امت رامنځته شوی او لا هم خپلې لارې ته دوام ورکوي. اوس چې د رسول اکرم د زېږېدنې یو زر او پينځه سومه کليزه ده، مونږ ګورو چې امت اړتيا لري له دې مناسبت څخه ګټه پورته کړي او د وحدت لپاره ئې وکاروي.
الآلوسي ټينګار وکړ: نن سبا، امت اسلامي له سترو خطرو سره مخ دی او له هرې خوا د دښمنانو له دسيسو سره لاس او ګريوان دی. د غزې او فلسطين موضوع د مسلمانانو له خوا وحدت ته اړتيا لري، نو ځکه د اسلامي امت د اوسنیو خطرناکو شرايطو ته په پام سره، اسلامي وحدت يوه اړتيا ګرځېدلې ده.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې «څنګه کولی شو د رسول اکرم (ص) سيرت بيا ولوستل شي او په ورځني ژوند کې ئې وکاروو؟» وويل: د رسول اکرم (ص) سيرت انسانجوړونکی سيرت دی. رسول اکرم (ص) د دې لپاره مبعوث شوی چې انسان خپل انسانيت ته ورسوي. نو ځکه د رسول اکرم (ص) د زېږېدنې په رڼا کې، اسلامي امت بايد د نبوي سيرت بيا ولولي او احیاء ئې کړي او دا د انساني کمال د نمونې په توګه نورو امتونو ته وړاندې کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4305036