IQNA

شیخ زهیر جعید:

د ایران اسلامي جمهوریت د مقاومتي چورلیز ستنې ده

11:56 - September 18, 2025
د خبر لمبر: 3491732
ایکنا - د لبنان د اسلامي عمل جبهې همغږي کوونکي ټینګار وکړ:د ایران اسلامي جمهوریت  د مقاومتي چورلیز مشر او د هغې د ملا تیر دی او د فلسطین له خلکو څخه انسان‌دوستانه ملاتړ کوي.

د لبنان د اسلامي عمل جبهې همغږي کوونکی، شیخ زهیر جعید، د اسلامي وحدت د نهه دېرشم نړیوال کنفرانس په څنډه کې، له ایکنا سره په خبرو کې  د رسول اکرم، حضرت محمد مصطفٰی (ص) د زېږېدنې زر او پینځه سومې کليزې ته په اشارې وویل: ۱۵۰۰ کاله کېږي چې مونږ مسلمانان د رحمت رسول په برکت ژوند کوو او پر دې ویاړو چې د حضرت محمد (ص) امت یو. خو ایا مونږ واقعاً د هغه لاره هغسې تعقیبوو لکه څنګه چې هغه غوښتل؟

هغه زیاته کړه: هغه څه چې نن ورځ په اسلامي نړۍ کې، په ځانګړي توګه په غزه، فلسطین، لبنان او ټوله سیمه کې پېښېږي، دا ثابتوي چې دا امت له بده مرغه د رسول اکرم، حضرت محمد (ص) له تعلیماتو او طریقې څخه ډېر لرې شوی دی.

جمهوری اسلامی ستون محور مقاومت است

شیخ جعید د رسول اکرم (ص) ځینو احادیثو ته اشاره وکړه او ویې ویل: رسول اکرم (ص) فرمایي: «مسلمان د مسلمان ورور دی، که یې خوښوي یا نه.» همدارنګه هغه فرمایي: «مسلمان د بل مسلمان لپاره د یوې پیاوړې ودانۍ په څېر دی چې هر غړی یې بل غړی پیاوړی کوي.» په بل حدیث کې فرمایي: «مؤمنان په دوستۍ، عطوفت او مهربانۍ کې د یو بدن په څېر دي، کله چې یو غړی یې درد  وکړي، نور غړي یې بې خوبۍ او تبه نیسي.»

جمهوری اسلامی ستون محور مقاومت است

دا لبناني سني عالم زیاته کړه: ایا نن ورځ عربي او اسلامي امت د ناروغۍ په حالت کې دی ځکه چې غزه ناروغه ده؟ ایا لوږه تېروي ځکه چې د غزې خلک لوږې دي؟ ایا په وېره کې دی ځکه چې د غزې خلک وېرېږي؟ نه، په خداي قسم، ټول په آرامۍ کې دي پرته له هغو کسانو چې خداي پرې رحم وکړي.

جمهوری اسلامی ستون محور مقاومت است

د لبنان د اسلامي عمل جبهې همغږي کوونکي زیاته کړه: دا پرته له اسلامي جمهوریت څخه دی، چې د مقاومت محور مشر او د هغې د ملا تیر دی او د غزې په اړه د خپل انسان‌دوستانه دریځ له امله له یوې ناعادلانه جګړې سره مخ شوی دی. د ایران دریځ له دې مخکې چې اسلامي وي، انسان‌دوستانه دی، انساني، اسلامي او د غزې خلکو ته د رحمت دریځ دی. نو ځکه ایران د غزې خلکو ترڅنګ ودرېد او ملاتړ یې ترې وکړ ترڅو د فلسطین ملت خپله ازادي بېرته ترلاسه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4304843

captcha