IQNA

د مقاومت د لارې په دوام باندې د لبنان د پارليمان د رئيس ټينګار

20:59 - July 12, 2012
د خبر لمبر: 2366946
بين المللی ډله: د لبنان د پارليمان رئيس په يولړ ويناؤ كښې د دغه هيواد د حاكميت د نقضولو لپاره د اسرائيلو كوشش ته په اشارې سره ټينګار وكړ: ترڅو پورې چې د صهيونسټی رژيم لخوا د لبنان د حاكميت نقضیږی، د مقاومت لاره به هم جاری وی.
د new-lebanese د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د لبنان د پارليمان رئيس نبيه بری چې د بيروت په اونسكو ماڼۍ كښې ئې په يولړ مراسمو كښې خبرې كولې، ووئيل: د لبنان دفاعی سټراټيجی پكارې دی داسې وی چې په هيواد كښې ځمكنی، سمندری او هوائی سرحدونه وساتی.
نبيه بری په دوام كښې زياته كړه: مونږ به حتی د لبنان له يو لويشت خاورې هم تير نشو او اجازه نه وركوو چې هيواد او ملی پانګې د دښمنانو لاس ته ورشی.
دوی په دوام كښې ووئيل: اسرائيل د فلسطينيانو په حق باندې تيرے كوی او عربی رژيمونه هم د دغې لانجې په وړاندې ناتوانه دی او يوازې غواړی چې د عرب نړۍ د بيدارۍ په وړاندې مقاومت وكړی. 1050556


captcha