IQNA

د برطانیې په اسلامی مركز كښې د رمضان شريف د قرانی غونډو لړۍ شروع کيږي

22:07 - July 16, 2012
د خبر لمبر: 2370226
نړيواله ډله: ((په قران كښې تدبر، د ژوند طريقه)) ترعنوان لاندې د روژې د مباركې مياشتې د قران شريف د خصوصی غونډو لړۍ د روژې د مباركې مياشتې له شروع كېدو سره په يو وخت د برطانیې په اسلامی مركز كښې شروع كیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د برطانیې د اسلامی مركز د عمومی روابطو په نقل سره رپوټ وركړ، دغه مركز سږكال ((په قران كښې تدبر، د ژوند طريقه)) ترعنوان لاندې د روژې اتم كلتوری فېسټيوال جوړوی چې د غونډو جوړول، د افتتاح نومې دعا لوستل، د ماښام او ماسخوتن د نمونځونو په جمعې سره كول او د روژې ماتی د مراسمو په شان پروګرامونو باندې مشتمل دے.
د برطانیې اسلامی مركز د روژې دمباركې مياشتې په درشل كښې ټولو مسلمانانو ته ددغې مياشت مباركی وويله او اعلان یې وكړ لوړ رتبه عالمان او استاذان به د دغه مركز د قرانی غونډو په لړۍ كښې په ګډون سره دقران شريف د نزول هدف، له قرانی علومو څخه استفاده او په قرانی مباركو ايتونو كښې غور اوفكر په اړه وېناګانې وكړی.
په دغه مركز كښې به د روژې د مباركې مياشت په دوران كښې هره ورځ دماښام او ماسخوتن له نمونځ نه مخكښې د ځای وخت مطابق له ١٨:٣٠ نه تر ١٩:٠٠ بجو پورې د قران شريف د يوې پارې ترتيل تلاوت كیږی.
شېخ معزی، شېخ التريكی، هشام الحسنی، سيد فاضل ميلانی، سيد محمد موسوی، بهاءالوكيل، عبدالكريم الزبيدی، محمد غانم، سيد مرتضی كشميری، جعفر هادی حسن، شېخ حاتم ابوديه، سيد منير الخباز او عباس العبودی د برطانیې د اسلامی مركز د روژې د مباركې مياشتې د غونډو وېناوال دی.
همدارنګ د دغه اسلامی مركز مشر علی رمضان الاوسی به هم له دغو څخه په يوه غونډه كښې ((د قران شريف تفسير او د هغۀ طريقې او تګلارې)) ترعنوان لاندې وېنا وكړی.
1054117
captcha