د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې دغه مراسم د دغه جومات د موذن احمد آتباشی لخوا د قران شريف د څو مباركو ايتونو په تلاوت سره شروع شول او په دوام كښې د دغه ښار دينی عالم حيديربايراك د قران شريف د يادولو اهميت ته په اشارې سره د حاضرو كسانو لپاره د قران شريف د زدكړې او حفظ كولو د كلاسونو د جوړولو د څه طريقه كار په حقله وېنا وكړه.
د دغه هېواد د ديانت تنظيم د دينی زدكړې د چارو مشر بلګين آيدين هم د ټول قران شريف حافظانو ښځو ته د مباركۍ په ويلو سره هغوی ته په خپله وېنا كښې وويل: د دې الهی كتاب د مباركو ايتونو يادول يو ډېر ارزښتناك كار دے چې تاسو ترسره كړ، ځكه چې قران شريف حفظ په دنيا او اخېرت كښې د حفظ كوونكی د سعادت او نېكمرغۍ سبب ګرځی.
د مراسمو په اخېر كښې د ګډون كوونكو د حوصله افزائۍ په ترڅ كښې د ټول قران شريف حافظانو مېرمنو ته ډالۍ وركړې شوې.
1057411