د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې له مصر څخه لېږل شوی ٧٧ كسيز پلاوی چې دقران شريف په رتبه قاريانو او حافظانو باندې مشتمل دے او د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د د كلتور د معاونت دقرانی چارو او دينی تعليماتو د كمېټۍ په دعوت یې ايران ته سفر كړے دے د ګل په ورځ د زمری دمياشتې په دويمه نېټه د دغه تنظيم د روژه ماتی په مېلستيا كښې ګډون وكړ.
دغه مراسم چې د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د مشر قائمقام منصور اعتصادی او د تنظيم كلتوری مرستيال عسګری هم په كښې شتون لرۀ د ځانګړی نړيوال قاری كريم منصوری لخوا د قران شريف د څو ايتونو له تلاوت څخه شروع شول.
په دغه مراسمو كښې اعتصامی د روژې دمباركې مياشتې په رارسېدود مباركۍ په ويل او مصری قاريانو او حافظانو ته د په خېر راغلی په ويلو سره د مصر او ايران دواړو ملتونو اشتراكاتو ته اشاره وكړه او وې ويل: دغه اشتراكات د دوو اړخيزو دينی او كلتوری همكاريو د پراختيا په لوړ د مضبوطو ګامونو د اخېستو لپاره يو مناسبه زمينه ده.
هغۀ قران شريف او د خداے د ګران رسول (ص) پاك اهلبېت عليهم السلام د بشری تمدن په دنيا كښې د اسلامی ايران د كتلور او ثقافت د دوو ستنو په توګه ياد كړل او وې ويل.د وحی كلام چې د بشريت لپاره يو توحيدی ميراث دے تل د مسلمانانو په تېره بيا د مصر چې خپله د قران شريف دتلاوتونو، قرائتونو اوقرانی ښكلاو زانګو ده د مسلمانوخلقو لپاره تل د زياتو فېضونو او ګټو سرچينه ؤ اودے.
هغۀ په مصر كښې اسلامی بېداری له قرانی تعليماتو څخه د الهام د اخېستو په وجه وبلله او تاكيد یې وكړ كه ټولو مسلمانانو د دې ستر كتاب په تعليماتو او پروګرامونو باندې عمل وكړ نو اسلامی نړۍ به هم په داخل كښې او هم په خارج كښې خپلو سترو اهدافو ته ورسی.
اعتصامی د اهلبېتو عليهم السلام د مكتب په بيانولو كښې د عصمت او طهارت دغه پاكه كورنۍ د ايرانی اسلامی ثقافت دويمه ستنه وبلله او وې ويل له دې امله چې د اهلېبتو (ع) مكتب له نبوی سنت شريف څخه اخېستل شوے او د عصمت او طهارت دغه كورنۍ ټول د نبوت په پاك مكتب كښې روزل شوی دی ايرانی – اسلامی كلتور هم د اسلامی د قدرمن پېغمبر (ص) د اخلاقی، اجتماعی او تربيتی سنتو باندې تكيه لری
هغۀ د ثقلينو د مبارك حديث په استناد سره د قران او اهلبېتوعليهم السلام د مكتب په يووالی باندې تاكيد وكړ او زياته یې كړه: د اسلام د ثقل په دغو دوو مركزونو باندې په اعتقاد سره به په دې باندې قادر شو چې نړۍ ته اسلامی ثقافت يو ځلانده جلوه وښيو چې په يقينی توګه به د ولسونو د پام وړ وګرځی.
1061174