د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی ثقافت او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې ښځو په سياليو كښې ٢٦ تنو ګډون كړے ؤ چې په د ټولو قران شريف او پينځلسو پارو د حفظ په دوو ډلو كښې یې سيالی وكړه.
په دغو سياليو كښې داوری له زهرا (ع) اكېډيمۍ څخه د معصومه محمودی او له مدرسه الجامعه الزهر (س) څخه د قرائت او تجويد استاذې سكينه كوثر چې په ترتيب سره له شيعه او سنی دينی مدرسو څخه دی په غاړه وه.
سيالی كوونكې له مختلفو مدرسو منجمله جامعه الزهرا (س) ، دارالعلوم ضياءالقرآن سليمانيه، مدرسه البنات صابريه فرقانيه، ګلزار مدينه، دالعلوم او د جماران نومې د قران د زدكړې له مدرسې څخه په كراچې كښې د ايران د كلتوری مركز د ښځو د قران شريف په سياليو كښې ګډون وكړ.
د ايران كلتوری مركز همدارنګ له شيعه او سنی مدرسو څخه د دينی طلابو او زده كوونكو خصوصی سيالۍ جوړې كړې.
په دغو سياليو كښې له مختلفو مدرسو څخه ٦٤ تنو ګډون وكړ.
د دغو سياليو داوری د كراچۍ ښار له مدرسو څخه د شبير حسېن او قاری رحمت الله په غاړه وه.
1064827