IQNA

د حضرت بی بی خديجة الكبری د تلين په مناسبت تاسو ټولو مسلمانانو ته تسليت وايوو

16:00 - July 30, 2012
د خبر لمبر: 2381091
ټولنيزه ډله: د اسلام تاريخ داسې سړيو او ميرمنو له سرښيندنې او قربانۍ ډك دی چې د ژوند تر وروستيو شيبو پورې ئې د دغه لوړ او متعالی دين ساتنه كړې ده.د اسلام د ګران پيغمبرد ملاتړې مرستندوئې او ميرمنې حضرت خديجة الكبری سلام الله عليها د تلين د كليزې شپې ورځې دی.
د اسلام پيغمبر د ګرانې ميرمنې حضرت خديجة الكبری سلام الله عليها د تلين د كليزې په مناسبت ټولو مينه والو ته د زړه له كومې تسلیّت وايوو
د اسلام د ګران پيغمبر ماندينه حضرت خديجه بی بی له هجرته ۶۵ كاله مخكې په مكې مكرمې ښآركې نړۍ ته سترګې رڼې كړې .هغې په څلویښت كلنۍ كې له پيغمبر اكرم سره وادهّ وكړ. له اسلامه مخكې هغه د ښواخلاقو او صفتونوددرلودلو او پاكۍ په خاطر په طاهره مشهوره شوه.دمكې په اوسيدونكو كې دخديجه بی بی شتمنی بې ساری وه او ددغه ښآراوسيدونكو د هغه په مالونو اوشتمنيو سره تجارت كاوهّ.
حضرت خديجه بی بی له پيغمبر اكرم سره له واده كولو وروسته خپله ټوله شتمنی هغه بزرګوار ته ډالۍ كړه او په دې توګه له اقتصادی پلوه داسلام دين پياوړی شو او داسلام په پراختيا كې ئې خپلې نهائی هڅې وكړې . دحضرت خديجه بی بی ژوند د كمال په لور يوه بشپړ سيربيلګه ګڼل كيدلی شی.
خديجه بی بی د خپل ژوند زياتره كلونه دجاهليت په دور كې تير كړل ،هغه مهال ئې پر موجودو ټولو خنډونوپه غلبې سره له اسلام سره مينه پيدا كړه او د واړې اسلامی ټولنه جوولو ته ئې غاړه كیښودله . دحضرت خديجه بی بی امتياز مخكښ كيدا او په اسلام دايمان په راوړو او دحق په پيژندلو كې دی.
په هغه وخت كې چې خلك د جاهلیّت په دودونو كې ډوب وو ،خديجه بی بی په پوهې ،میړانې او چټكۍ سره حق وپيژنهّ او ورسره ګروهمنه شوه . دهغه وخت په ټولنې كې ځينی پوه شوی وو چې دمحمد خبرې حق دی ،خو دهغو دبيانولو شهامت او زړورتيائې نه درلوده .په داسې حال كې چې خديجه بی بی په میړنتوب سره باطل او وراستهّ دودونه ترپښو لاندې كړل او ديوې بابصيرته ،شجاع ميرمنې په توګه ئې په اسلام خپل ايمان راوړ اوړعخ كارونه ئې د پټې بلنې په هماغه درې كلن پړاؤ كې څرګند كړ. دابوطالب او خديجه بی بی په شان شخصيتونو شتون په دې دليل چې برلاسه ټولنيز موقيعيت ئې درلود، د اسلام دنوی دين په ضد د مشركانو ددباؤنو پیټی تر ډيره حده كميدهّ او د پيغمبر اكرم زړه ورسره نور هم پياوړی كيده.
حضرت ابو طالب هم په پيل كې په دې خاطر چې وتوانیږی هماغه راز دخدای له رسول سره مرستو ته دوام وركړی ، خپل ايمان ئې پټ وساتهّ او په پيغمبر او مسلمانانو له تيری ئې دخپل قوم دساتلو په خاطر خپل ټولنیېز او قبيله ای موقيعيت وساتهّ .
خو خديجه بی بی له حضرت علی عليه السلام سره يو ځای د واړې اسلامی ټولنې د موجوديت په اعلان كې ګډون وكړ.يحی بن عفيف له خپل نيكهّ چې يو تاجر ؤ روايت كړی چې كله ئې په مسجد الحرام كې پښه كیښودله نو يوې حيرانونكی منظرې سره مخ شو.
هغه درې كسان د لمانځه په ادا كولو وليدل له ابن عباسه ئې دهغوی دكردار په باب وپوښتل ،هغه وويل ، لومړی كس محمد دنبوت مدعی دی ،په هغه پسې دوهم علی او هغه ميرمن هم دمحمد ماندينه خديجه ده ، له دغو ورو كسانوپرته ددغه دين دبل چا په باب اطلاع نه لرم .
حضرت خديجه بی بی د حق د خبرو دومره ليواله وه چې د خدای پرستۍ د دين د دوديدا او د اسلام د برخې د نجات د نغمې د پراختيا لپاره ئې خپله ټوله زندګی قربان كړه.
حضرت خديجه بی بی نه يوازې له پيغمبر اواسلامه ددفاع لپاره خپل ټولنيز موقيعيت او باور څخه مرسته واخسته بلكې نيغ په نيغه ئې داسلام دنوی دين ددفاع په سختو ډګرونو كې ګام كیښود.هغه بزرګواره پخپله دمسلمانانوداقتصادی كلابندۍ په پړاؤ كې په هغې درې كې چې په ؛.شعب ابوطالب :.مشهوره شوه شتون درلود او له پيغمبر ،ابوطالب او نورو مسلمانانو سره يوځای ئې هلته درې كلونه تير كړل.
دغه درې كلونه دخديجه بی بی دسرښيندنې د اوج كلونه هم بلل كيدلی شی .هغې بزرګوارې ددغه سخت اقتصادی كلابندۍ په پړاؤ كې د مسلمانانو مالی او خوراكی اړيتاوې تامينولې .پيغمبر اكرم په ځلونو د حضرت خديجه بی بی سرښيندنې مطرح كړې او پر دغه حقيقت ئې چې هغه د اسلام په لاره كې له خپلو مالونو او شتمنيو تيره شوه ټينګار وكړ.
د حضرت خديجه بی بی د ژوند دتاريخ مطالعه ښئی چې هغه هم د جاهليت په دوران كې او هم له بعثته په وروسته پړاؤ كې دډيرو معنوی كمالاتو او اخلاقی فضايلو لرونكی وه.
هغه بی بی پخپلې ټولنې كې ديوې برلاسه ميرمنې د بيلګې په توګه د يوه نيك انسان دصفتونو په پراختيا كې ډير ې اغيزې درلودې . سخاوت،كرامت،سرښيندنه.پاك لمنی دورانديشی،پوهه اړمنو ته توجه، مهربانی او استقامت ټول هغه خوښ فضيلتونه دی چې ددغې لوئې بی بی دژوند تاريخ ئې ښكلی كړی دی.
په همدې اساس هغه بزرګواره دحضرت محمد لپاره دژوند خورا مناسب شريكه وه.بې له شكه حضرت خديجه بی بی له دغو صفتونو په برخمنيدا سره دخدای درسول په ژوند كې مهم اواساسی رول درلود. د خپل خاوند لوړو موخو ته درسيدا په لاره كې دغې پاكې او آسمانی بی بی وفادارۍ ته د څیړاندو ، ليكوالانو پام واوړيد.
هغه بی بی د بعثت له هماغو لومړنيو شيبودخدای په رسول ايمان راوړ او تر وروستيو شيبو پورې پر خپل ايمان باقی پاتې شوه او يوه شيبه ئې هم په زړه كې شك پيدا نه كړ.پر اخلاقی فضايلوسربيره هغه له علمی كمالاتو هم برخمنه وه. تاريخ ګواهی وركوی چې خديجه بی بی دخپل وخت د پوهې او علم په باب ډير اطلاعات درلودل او له آسمانی كتابونو خبره وه او د عقل اوپوهې له پلوه دخپل وخت پر ټولو ميرمنو او حتی پر ډيرو سړيوهم برلاسه وه.
نوموړو ټكو ته په پام سره خديجه بی بی دلومړنۍ مسلمانې بی بی په توګه داسلامی كلتورپه دوديدا او ديوې مسلمانې او باكماله ميرمنې دبيلګې په وړاندې كولو كې ئې خپل غوره رول لوبولی دی او ډيرو ميرمنو د هغې له عملی تربيت څخه درسونه زده كړی دی .ددغې بافضيلته بی بی په وجود كې داخلاقی فضايلو او انسانی كمالاتو اهميت هاله اوج ته رسیږی چې دجاهليت د دور او د پيغمبر اكرم له بعثته مخكې پړاؤ دميرمنو وضعې ته كتنه وكړو. په هغه دور كې ميرمن نه يوازې له خپلو حقوقو محرومې وې او په ډير بد او سختوشرائطو كې ئې ژوند كاوهّ بلكې د ننګ او بې شرمۍ او ديو هّ سپيره موجود په توګه به ئې ژوندۍ ښخولې.
خديجه بی بی په دغه ډول وخت كې داسلام له دينه په پيروۍ سره ثابته كړه چې يوه ميرمن نه يوازې دژوند حق لری او بايد خپل مسلم حقوق وغواړی ، بلكې په غوره عملونو او هلوځلو سره داسې مرحلې ته رسيدلی شی چې خداوندمتعال هغې ته سلام رسوی .هماغه راز چې حضرت امام محمد باقر عليه السلام له پيغمبر اكرم څخه نقل كوی چې فرمائی :، يوه شپه چې په معراج كې وم ،دمعراج له سفره دستنيدا په وخت مې جبرائيل ته وويل ، آيا له ما كومه غوښتنه لرې ؟
هفه وې ويل زما غوښتنه داده چې دخداوندمتعال او زما له پلوه خديجه ته سلام ورسوه
حضرت خديجه بی بی پخپلې مينه ناكې لمنې كې شپږ بچيان وروزل چې په هغو كې حضرت فاطمة الزهرا سلام الله عليها له يوې خاصې وړتيا برخمنه وه يوه داسې جينۍ چې د پيغمبر او علی وروسته د اسلام رهبری دهغې له نسله وه او دوام ئې وموند. دغې جينۍ له خپلې مور سره دومره نزدې رابطه درلوده چې دحضرت خديجه بی بی د رحلت په وخت فاطمه بی بی چې كابو پنّځه كلنه وه ډيره ژړيدله اووېئل ئې ،خوږه پلاره زما مور چرته ده ؟ حضرت جبرائيل نازل شو او وې ويل :، يا رسول ا.... خداوند فرمائی زما سلام فاطمه بی بی ته ورسوه اوخبره ئې كړه چې دهغې مور خديجه دجنت په يوه كور كې له آسيه او مريم سره ګډ ژوند كوی
درود او سلام وی پر هغې حضرت خديجه بی بی چې د اسلام د ګران پيغمبر لپاره صديقه او ریښتنی ملګرې او ميرمن وه .
1066276

captcha