IQNA

نن د امام حسن مجتبی عليه السلام د نيكمرغه ميلاد ورځ ده

15:58 - August 04, 2012
د خبر لمبر: 2385211
د تفكر ډله: نن د شنبې ورځ او د روژې د مباركې ورځې ۱۵مه نیټه د شيعيانو د دوهم امام او د حضرت رسول اكرم ص د ګران لمسی امام حسن ع د نيكمرغه زوكړې له ورځې سره برابره ده امام حسن ع چې د حضرت علی ع او بې بې فاطمې س مشر زوی دئ د دريم ه ق كال د روژې مباركې مياشتې په ۱۵مه نیټه نړۍ ته سترګې رڼې كړې دی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، امام حسن ع اووه كاله د خپل ګران نيكه حضرت محمد ص له مينې او مهربانۍ برخه من شوئ او ۳۰ كاله ېې هم د خپل ګران پلار حضرت علی ع مينه او تربيه ليدلې ده .
د امام حسن ع د ميلاد جشن د اسلامی ايران له آتو زرو په زياتو جوماتونو كې جوړیږی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د نړۍ ټولو مسلمانانو او د اهل بيت ع مينه والو ته د دې نيكمرغه زوكړې مباركی وايی .
حجت‌الاسلام و المسلمين محمدرضا مصطفی‌پور ليكلی مقاله تاسو وونی
ددريم قمری كال دروژې دمباركې مياشتې په نيمائۍكې دامامت په آسمان كې يوبل ستوری وځليدهّ اوپخپل نورسره ئې نړۍ رڼا كړه .په دغې ورځې دحضرت امام علی اوحضرت فاطمةالزهراعليهم السلام له رحمته په ډك كوركې دهغوی بزرګوارانودلومړنی بچی په زوكړې سره بله رڼاوغوړيده . دغودوولويانوخپل ماشوم دخدای رسول ته يوړ څودهغه لپاره نامه غوره كړی .پيغمبراكرم هم دخدای په حكم دهغه نامه حسن چې د نيك اوخوښ معنالری كیښوده .
امام حسن داوياړ درلودچې اوه كاله ئې دخپل نيكه اوداسلام د ګران پیِغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)دمهربانۍاوعظمت ترسيوری لاندې تير كړل . دوی په دغه اوچتوفرصتونوكې دپيغمبراكرم له نورانی وجوده ډيره استفاده وكړه اوله دې وروسته ديرش كاله د خپل پلار بزرګوار حضرت امام علی عليه السلام يوریښتونی ملاتړې اوهوښيارشاګردؤ.دوی دخپل پلارمټ په مټ له منافقانواوغړيدلو سره مقابله وكړه اوپه ډيروسختوپیښوكې دحق دحكومت دتثبيتولو لپاره قربانۍوركړې .امام حسن دخپل نيكه بزرګوارپه شان تل دژوند په ټولوچارو كې له زغم اوصبره كاراخسهّ . له دې امله یې په تيره بيا دخپل امامت په لس كلن پړاؤ كې ډيركړاؤنه اوسختيانې وزغملې . په دې شيبو كې دامام حسن عليه السلام دنيكمرغه زو;ړې په مناسبت يو ځل بيادمباركۍ په ويلو سره دهغه بزرګواردكمالاتوله سمندره يوڅو ملغلرې وړاندې كوو .
دحضرت امام حسن عليه السلام له نظره هغه څه چې ديوكس انسانيت نندارې ته وړاندې كوی،ښه اونيك اخلاق دی . په نننۍ مادی نړۍ كې هم له هر څه زيات د بشری ټولنې ضرورت د انسان غوره اونيك اخلاق دی .دغه موضوع دومره اهميت لری چې داسلام ګران پيغمبر دخپل رسالت دموخو په باب فرمائی :،زه د غوره اخلاقو د بشپړولولپاره رالیږل شوی يم :. په همدې اساس اخلاقی ښكلاوې او لويوالی بايددپيغمبر اكرم اودهغه بزرګوارپه پاكواهل بيتو كې ولټوو.ځكه دوی له دې زيات چې څه ووائی ، په عمل كې هغه ټولو ته ښئ . د روژې په مباركې مياشتې كې چې د نيكو اخلاقو په فضايلو دښكلی كيداوخت دی ،اودامام حسن عليه السلام دنيكمرغه زوكړې په ورځ بيدهّ ده چې داخلاقی فضايلوددغې بيلګې له خولې داخلاقی كرامتونونښې نښانې واورو .امام بزرګوار په يوې وينا كې چې په تحف العقول نومې كتاب په ۳۲۳ صفحې كې هم راغلی دی ،غوره اخلاق په لسو اصلوكې بيانوی . يعنی ،ریښوتونوالی په تيره بيا د سختيوپه وخت رښتيا ويل ،اړمنوته بخښل ،ښه اخلاق ،دنورو كارونوته ارزښت وركول، صله رحم ،له ګاونډيانوسره ښه چلند ، ددوستانوپه باب حق پيژندنه ،ميلمه پالنه اوددغوټولوپه سر كې د حيادرلودل .
خوش اخلاقی اوورين تندی يو بل فضيلت دی چې امام حسن دا د اخلاقی كرامت نښه ګڼلې، دنورودجذبولوخورا مهم عامل همدغه اخلاقی فضيلت دی . خدای وند متعال هم د اسلام ګران پيغمبر د هغه دښواوغوره اخلاقواوخوی په خاطر ستائی .امام حسن هم پخپله يوه خوراخوش اخلاقه انسان ؤ . هغه بزرګوار په هغه چلند سره چې له خلكوسره ئې درلود،حتی په ځينوموردونوكې ئې خپل مخالفان او دښمنان هم جذبول .د شام له يوه بوډا سړی سره د هغه بزرګواردچلند حكايت چې امام حسن ته ئې بد رد ويل ،ددغې مدعالپاره يو مثال دی . له دغه ګمراه كس سره دامام بزرګوار له مهربانۍ ډك چلندداسې ؤ چې هغه كس داهل بيت عليهم السلام دمينه والوپه ليكه كې شامل شو .
دحضرت امام حسن عليه السلام له نظره دنوروكارونوته اهميت وركول دغوره اخلاقويوه بله نښه ګڼلې ده. انسان بايددنوروكارونه كه څه هم واړهّ وی،بې ارزښته ونه ښئ،هر هغه نيك كاراوښیګڼه چې ترسره شی،دستاينې وړده كه څه هم دانسان په ګټه نه وی ،دادخدای پآك يوصفت دی چې بېله دې چې هغه ته كومه ګټه ورسوی د انسان د نيكوكارونوانعام وركوی .نوځكه انسان ددغې روّئې پخپلولوسره په دغه الهی صفت ځان پوښلی شی .
صله رحم اوله خپلوخپلوانوسره يو ځائی كيدل هم د امام حسن له نظره ديوه اخلاقی فضيلت په توګه بلل شوی دی . دهغه بزرګوار له نظره، دخپلوخپلوانولمن بايدتوكم اودوينې اړوندوالی ته محدوده شی ځكه چې اسلام امت دتوكم اوميلیّت په وجه نه بلكې دعقيدې،ايمان،دوستۍاومينې له پلوه سره يو ځای كوی . له دې امله هغه بزرګوارپه يوې ويناكې چې دتحب العقول نومې كتاب په ۳۰۴ صفحې كې راغلی دی ،فرمائی :،خوشبخته هغه څوك دی چې دوستی اومينه هغه سره نزدې كړی وی اوكه څه هم دتوكم له پلوه سره ليرې وی (اودبل توكم وی) اوپردی اوبیګانه هغه څوك دی چې ددوستې او مينې له پلوه ليرې وی كه څه هم دتوكم له نظره نزدې وی (اوله خپل نسله وی )
يوه بله موضوع حضرت امام حسن هغه دغوره اخلاقويوه برخه ګڼی،له ګاونډی ملاتړدی .حضرت امام علی عليه السلام فرمائی داسلام ګران پيغمبرحضرت محمدمصطفی (ص) دګاونډی دحق په باب دومره سپارښتنه كړې چې ماګمان وكړ ګاونډی له ګاونډی ارث اخلی . دامام حسن په سيرت كې نقل شوی دی چې دهغه په ګاونډكې يوه يهودی كورنۍاوسيده ديهودی دكوريوديوال كې درز راغلی ؤ او دغه درز دامام حسن كورته هم تاوان رسولی ؤ،يهودی كس له دغې موضوع خبر نه ؤتر دې چې يوه ورځ ديهودی ميرمن ديوې غوښتنې لپاره دامام كورته ورغله اومتوجه شوه دهغوی خرابی دامام كورته هم تاوان رسولی دی .نوسملاسی خپل خاوندته ورغله او هغه ئې له دغې موضوع خبركړ.يهودی دامام حضورته ورغی اوله دې چې هغه بزرګوارپه دغې مودې كې چپتياغوره كړې وه اوخپګان ئې نه ؤ څرګند كړی شرمنده شو .امام حسن هم دهغه په ځواب كې وفرمايل ؛، له خپل نيكه رسول .. . بزرګواره مې آوريدلی چې فرمائلی ئې دی له ګاونډی سره نيكې اومهربانی وكړئ ؛.
دامام حسن عليه السلام كړن لاره اودهغه مهربان كلام پر يهودی دومره اغيزې وكړې چې له اما م بزرګواره ئې وغوښټل اسلام ته دهغه لارښونه وكړی
ددوست په هكله حق پيژندنه هم د امام حسن عليه السلام په نظر كې دغوره اخلاقويوه بله نښه ده . البته داموضوع د امام بزرګوار له نظره يولړ شرطونه لری .په دغو شرطونو كې دا چې دانسان دوست پرسمې لارې روان وی . په دې باب هغه بزرګوارپه يوې بلې ويناكې خپل زوی ته سپارښتنه كوی اوفرمائی :، ای زويه ،له چاسره ورورولی مه كوه مګرداچې له حالاتو ئې ښه خبرشې اوكله چې دې له هغه سره تاسته پاسته خوښه شوه،له هغه سره ورورولی وكړه،په دې شرط چې له هغه سره په ناستې پاستې كې دهغه پرتيروتنې سترګې پټې كړې او په سختيوكې ورسره ملګرتيا وكړې :.
ميلمه پالنه اودهغه چااحترام كول چې دمونږكتنې ته راغلی، دامام حسن له نظره داخلاقی فضيلت يوه بله نښه ده .هغه بزرګوارپخپله په ميلمه پالنه كې مخكښ ؤ اوهرڅوك دهغه كورته ورتهّ نو له خاص احترامه به برخمن كيدهّ . امام بزرګوار حتی د مدينې د كوڅو اړمن كسان خپل كورته بلل اودهغوی احترام ئې كاوهّ .
هغه بزرګوار په دغه كلام كې داخلاقی فضيلتونودنښو نښانو ډيرې ځانګړنې بيان كړی دی . او ددې سپارښتنه كوی . خوپه وروستۍ جملې كې ئې پرشرم اوحياټينګاركړی اودائې دټولو اخلاقی فضيلتونوپه سر كې بللې . داچې امام حسن عليه السلام حيادټولو چاروپه سركې ګڼی،له دې امله ده. حياددين اوعقل هميشنۍ ملګرې ده. امام بزرګوارپه يوه بل ځای كې هم فرمائی ؛. څوك چې حيا نه لری نو هغه دين نه لری .
دوستانو هيله من يو د اهل بيت عليهم السلام دنيك سيرت په پيروۍ سره د هغو بزرګوارانو د ریښتنی لاره لارويان شو.يو ځل بيا د حضرت امام حسن عليه السلام دنيكمرغه زوكړې دكليزې په مناسب تاسو ټولو مينه والو ته د زړه له كومې مباركی وايو .
1070576
captcha