IQNA

په سرو زرو ليكل شوے د نړۍ ترټولو ستر قرآن نن د قرآن په نندارتون كښې وړاندې كیږی

18:18 - August 06, 2012
د خبر لمبر: 2387047
د هنر ډله: د نړۍ له ترټولو ستر طلائی قرآن څخه نن شپه د قرآن كريم په شلم بين المللی نندارتون كښې د ايران د كلتور او ارشاد د وزير په شتون سره پرده پورته كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په سرو زرو د ليكل شوی د نړۍ د ترټولو ستر قرآن د مخ كتنې مراسم نن د شپې لس بجې د قرآن كريم په شلم بين المللی نندارتون كښې د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد د وزير سيدمحمدحسينی او د قرآن كريم د نشر او طباعت د مركز د قايم مقام سيدعلی سرابی په شتون سره ترسره كيدونكی دی.
په سروزرو ليكل شوے د نړۍ ترټولو ستر قرآن د عليرضا بهدانی په كوشش ليكل شوے او د قرآن كريم د نشر او طباعت د مركز لخوا چاپ شوے دے.
دغه قرآن به له مخ كتنې نه پس د ايران د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه ای ته ډالۍ شی. 1072033

captcha