IQNA

د قرآن په نندارتون كښې د علامه جوادی آملی له محضر څخه د پوښتنو ویډيو ريكارډنګ

14:02 - August 12, 2012
د خبر لمبر: 2391005
د فكر او انديشې ډله: د قرآن كريم د نندارتون په حوزوی برخه كښې د پرتې د اسراء په غرفه كښې د آيت الله العظمی جوادی آملی له محضر څخه د پوښتنو او سوالاتو د تصويری ضبطيدنې طرحه اجرا كیږی.
د قرآن كريم په شلم بين المللی نندارتون كښې د حوزوی برخې د اسراء د غرفې مسئول حجت‌الاسلام و المسلمين مهدی تقی‌زاده د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د قرآن كريم د نندارتون په حوزوی برخه كښې د پرتې د اسراء په غرفه كښې د آيت الله العظمی خامنه ای له محضر څخه د پوښتنو او سوالاتو د تصويری ضبطيدنې د طرحې د اجرا كيدو خبر وركړ.
دوی څرګنده كړه: دغه طرحه د اسراء د بين المللی فاؤنډيشن د رسنيو د معاونت په همت اجرا كیږی او مراجعه كونكی مينه وال كوې شی خپل سوالونه او پوښتنې په تصويری او ویډيوئی چوكاټ كښې له آيت الله العظمی جوادی آملی څخه وپوښتی او د قرآن پاك د نندارتون د ورځو نه ورسته د هغو ځواب د بریښناليك له لارې ترلاسه كړی. 1075688
captcha