د امربالعروف او نهی عن المنكر د احياء د كمېټۍ د څېړنې مدير حجت الاسلام والمسلمين محمد حسېن توانائی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل: په اسلام او د قران شريف په مباركو ايتونو كښې د شپې په بېدارۍ او دخداے پاك په درګاه كښې دبنده په استغفار باندې زيات تاكيد شوے دے. او دغه شپه روڼونه او استغفار انسان روحی او نفسياتی ارامښت او اطمينان ته رسولې شی چې د خپل راتلونكی كال لپاره پلاننګ وكړی.
هغۀ زياته كړه د شپې د بېدارۍ په اړه په اسلامی عرفان كښې هم سپارښتنه شوې ده چې انسان په دغې شپه روڼونې سره مراقبه كوی . البته دغه مراقبه په نفسيات پېژندنه كښې هم تجربی بنياد لری چې په پوګا او مډیټيشن باندې تعبير شوې ده.
هغۀ دې ته په اشارې سره چې مراقبه دې ته پام لرنه ده چې انسان له كوم ځايه راغلے دے او چرته به ځی وويل:
دغه مراقبه په دې دنيا كښې د انسان ذمه واری تعريف او ټاكی چې انسان په خپلې جاجونې سره له خپلو ګناهونو څخه توبه وكړی او د مغفرت په غوښتلو سره ارامښت او اطمينان حاصل كړی. البته انسان ته پكار دی چې دخداے پاك له رحمت څخه نااميده نۀ شی.
هغۀ زياته كړه د ګناه د ارتكاب په وجه د وجدان عذاب انسان له روحی او نفسياتی زيانونو سره مخامخوی او بدنی سلامتيا په خطر كښې اچوی چې دا چاره په انسان باندې مخربه اثرات كوی او په هغۀ د نفسياتی دباؤ او ډېپرېشن سبب كیږی او هغه د ډېپرېشن پولې ته رسوی.چې د انسان د شپې روڼول او د خداےپاك په درګاه كښې توبه هغه اطمينان او ارامښتته رسوی او په هغۀ كښې د ژوند د دوام لپاره نوے اميد پېداكوی او په دا ډول انسان د يو كال لپاره نفسياتی ارامښت ته رسی.
1076650