IQNA

په برطانيه او آئرلينډ كښې د قرآن كريم د حفظ مقابلې ترسره كیږی

20:52 - August 26, 2012
د خبر لمبر: 2399378
بين المللی ډله: له ټولې بريطانیې او جنوبی آيرلينډ څخه د يوشمير ګډون كونكو په شتون سره د قرآن كريم د حفظ مقابلې د روان كال د وږی په مياشت كښې ترسره كیږی.
د «right start»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مقابلې به د برطانیې د (( رایټ سټارټ )) نومې اسلامی بين المللی فاؤنډيشن په همت د میډلينز، لندن، ډوبلين او مانچسټر په څلورو ښارونو كښې ترسره شی.
په دغو مقابلو كښې ګډون كونكی به د لسو كالو او شپاړسو كالو نه د كمو او له شپاړسو كالو نه د زيات عمر په دريو ډلو كښې د يو بل سره سيالی وكړی.
د دغو مقابلو په پائې كښې به د هرې ډلې له ګټونكو او غوره كسانو څخه په لندن ښار كښې په ترسره كيدونكو مراسمو كښې قدرونه وشی.
دغه مقابلې د ټولې برطانیې د حافظانو او د اسلامی ښوونځيو او جوماتونو د فعالو غړيو د پيژندنې او د هغوی د راغونډولو او د قرآن كريم زده كولو او حفظولو ته د زده كونكو د هڅونې او سيالۍ لپاره د يوې فضا د رامينځته كولو په موخه ترسره كیږی. 1085186
captcha