د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د lebanonfiles د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د طلال حاطوم په مشرۍ د ((امل)) غورځنګ يو پلاوی د لبنان د جرنلسټانو د اتحادیې له مشر محمد البعلبكی سره كتنه وكړه او دغه پلاوی محمد البعلبكی ته د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو د تښتول كېدو د څلوردېرشمې كليزې د ياد په دستورو كښې د ګډون لپاره بلنه وركړه.
محمد البعلبكی په دغه كتنه كښې د امام موسی صدر د دریځ نيونواو شعارونو په يادولو سره څرګنده كړه: دغه دریځونه له ملی وحدت او سوله ايز ګډ ژوند سره د هغۀ د تمسك بيانونكی وو.
البعلبكی په دوام كښې زياته كړه: د امام موسی صدر د تښتولو دسيسه د لبنان په خلاف د دسيسې يوه برخه وه چې دغه هېواد له داسې يو شخصيت څخه چې يو مهم مقام او كردار لری بې برخې شی.
د لبنان د جرنلسټانو د اتحادیې مشر تاكيد وكړ: لبنان نن د يو ستر فقيه او متفكر په توګه د امام موسی صدر له موقفونو سره تمسك ته له هروخت نه زيات ضرورت لری.
هغۀ په اخېر كښې وويل: د امام موسی صدر له لارې، افكارو او نظرياتو څخه پېروی دوام لری او نن د امل غورځنګ مشر نبيه بری د دغې لارې د دوام لپاره كوشش كوی.
يادونه كیږی چې امام موسی صدر او ملګری یې شېخ محمد يعقوب او عباس بدرالدين (خبريال) په ١٩٧٨ كال كښې لېبيا ته له سفر نه بې دركه شول او له هغه وخت نه تر اوسه پورې د هغوی د برخليك په باره كښې څه دقيقه اطلاع په اختيار كښې نۀ لرو.
1083806