IQNA

د پاكستان مسلمانانو د قران شريف د بې حرمتۍ كوونكې مسيحی پېغلې د معافۍ غوښتنه وكړه

21:34 - August 29, 2012
د خبر لمبر: 2401543
نړيواله ډله: د پاكستان دينی عالمانو او مسلمانو خلقو د قران شريف د سپكاوی كوونكې مسيحی جينۍ چې ويل كیږی ذهنی توازن یې صحيح نه دے د معاف كولو او ازادولو غوښتنه وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د OnIslam د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د پاكستان د عالمانو د شورا مشر طاهر اشرفی وويل: دغه كېس د پاكستان د مسلمانانو، اقليتونو او حكومت لپاره يو امتحان دے. مونږ نه غواړو چې د چا په حق دې څه بې انصافی وشی نو ځكه د دغه كېس د ختمولو لپاره كوشش كووو.
دغې مسيحی جېنۍ تېره هفته له دې وروسته چې د قران شريف يو شمېر پاڼې وسوزوی د پاكستان د اسلام اباد پوليسو ته حواله كړې شوه چې د هغې متعلق قانونی چاره ولټوی.
د يادونې ده چې د پاكستان د آئين مطابق د مقدساتو د توهين سزا مرګ دے.
د پاكستان د علماؤ عالی شورا چې د دغه هېواد د مسلمانو عالمانو اتحاديه ده اول ځل دې چې په داسې مسئله كښې د يوې غېر مسلم كس دفاع كوی چې د دغې شورا دغه اقدام د پاكستان د نورو دينونو مشران خوشحاله كړی دی.
له دې مخكښې هم په ټوله امريكا كښې اسلامی تنظيمونو په بيله بيلو بيانيو كښې د دغه اقدام د غندلو په ترڅ كښې د دغې مسيحی پېغلې د معاف كولو غوښتنه كړې وه.
1087324
captcha