IQNA

په بحرېن كښې د قران د قرائت نړيواله اينټر نټی سيالی جوړیږی

21:03 - August 31, 2012
د خبر لمبر: 2402149
نړيواله ډله: په بحرېن كښې د اسلامی چارو او اوقافو د وزارت په همت سره د قران شريف د قرائت وړومبنۍ نړيواله اېنټرنټی سيالی ډېره زر په دغه هېواد كښې جوړیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ((لها آنلائن)) د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د بحرېن د اسلامی چارو او اوقافو د وزير مرستيال فريد بن يعقوب المفتاح وويل: دغه سيالی د عربو او اسلامی هېوادونو د قران شريف له سياليو سره په پرتله كښې چې د دنيا د هېوادونو له د يو يا دوو نمائندګانو په ګډون سره جوړړیږی په ګډون كولو كښې محدوديت نه لری او سيالان چې د دنيا په هر ځاے كښې د اېنټرنټ سهولت لری پكښې ګډون كولې شی.
فريو بم يعقوب المفتاح په دوام كښې وويل: د اېنټر نټ له لارې د دغه سيالۍ جوړېدل مينه والو ته دا فرصت وركوی چې په اسانۍ سره پكښې ګډون وكړی او اټكل كیږی چې په دغه سيالۍ كښې به ګڼ شېمر خلق ګډون وكړی.
المفتاح همدارنګ څرګنده كړه: دغه سيالی به دقران شريف د قاريانو او د ښۀ اواز خاوندانو د استعدادونوڅرګندېدل په ځان پښې و لری او اټكل كیږی چې لس زره سيالان به په دغه سيالۍ ګډون وكړی.
هغۀ وويل: په دغه سيالۍ كښې ګډون به اېنټر نټی سایټ ته چې پته به یې بيا اعلان شی په مراجعه كولو سره امكان ولری.
هغۀ په اخېر كښې وويل: دغه سيالی به هر كال جوړیږی چې په اوله دوره كښې به يوازې سړی پكښې ګډون كولې شی او په راتلونكو سياليو كښې به پكښې ښځې هم ګډون وكړی.
1088356
captcha