د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې د ايران د كلتوری مركز، د اسلامی تعليماتو او انسانی علومو د ترجمې او نشر د تنظيمولو مركز په ملګرتيا سره مالك اشتر نخعی (رض) ته د امام علی (ع) ليك (عهدنامه) په روسی ژبه ترجه شو او ډېر زر به په روس كښې چاپ شی.
د يادونې ده چې كله امام علی (ع) د خپل خلافت په زمانه كښې خپل يو ستر قوماندان مالك اشتر نخعی (رض) د مصر د ګورنر په توګه وټاكۀ نو ورته یې د عهدنامې په نامه يو ليك وليكۀ چې پكښې ورته د حكومت د چلولو ټولې طور طريقې په ګوته كړی دی چې دغه ليك د اسلامی نړۍ په تېره بيا د تشيع لپاره يو لوے افتخار دے. دغه ليك د جهالت او ناپوهۍ په هغه دور كښې يو ترقی يافته حكومت د يو بهترين روش ښودنه كوی. چې پكښې له حكومت او حكومتی ادارو نه واخلې د عوامو د ټولو طبقو او هغوی د ذمه واريو او دندو او حقوق ذكر په تفصيل سره شوې دے.
د يادونې ده چې ملګرو ملتو هم دغه ليك د يو بهترين نمونه حكومت په توګه چې په دې دور كښې د عمل وړ دے په خپلو اسنادو كښې څو كاله مخكښې ثبت كړے دے.
بايد دا يادونه هم وكړو چې دغه ليك د پښتو مشهور ليكوال، شاعر او څېړونكی انور شاهين خانخېل په پښتو ژبه ترجمه او كتابی شكل كښې یې چاپ كړے دے. او د پښتنو له دومره هركلی سره مخامخ شو چې هم په هغو ابتدائی وختونو كښې ختم شوے او بيا چاپ ته اړتيا لری.
1088836