IQNA

په اسلامی هېوادونو كښې په برېل خط باندې د قران شريف د نسخو ویړيا وېش

21:00 - September 04, 2012
د خبر لمبر: 2405195
نړيواله ډله: په برېل خط باندې د لېكل شوی قران شريف نسخې د د سعودی عرب ((ابصار)) نومې روشندلانو ته د خدمت او توان بخښلو خېريه انجمن په همت سره په يوه طرحه كښې په دغه هېواد او د دنيا په نورو مختلفو سيمو كښې وېشل كیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د سعودی چاپ ((الرياض)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د روشندلانو( په سترګو معذورو)) كسانو د خدمت او توان بخښنې انجمن ((ابصار)) د اداری شورا مشر احمد محمد علی وړمه ورځ د وږی د مياشتې په ١٢ نېټه سعودی عرب په جده ښار كښې وويل: دغه طرحه په اسلامی نړۍ كښې له روشندلانو د خدمت د خصوصی دفترونو او مركزونو د مسئولو ادارو په همكارۍ سره جوړه شوې ده چې په برېل خط سره ليكل شوی قرانونه به په سترګو معذوره كسانو ترمېنځ ویړيا تقسيمیږی.
هغه په دوام كښې وويل: ټاكل شوې ده داسلامی نړۍ د قران شريف د فعالو مركزونو په ملګرتيا سره په برېل خط سره د نبوی سيرت په موضوع سره د تاليفاتو او تفسيری كتابونو د چاپ كولو يوه خصوصی څانګه د ملك فهد نومې د قران شريف د چاپ او نشر په ټولنه كښې خلاصه شی.
1090377
captcha