د ايران قرانی خبری اېجنسۍ(اېكنا) د ((آكانيوز)) خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه قرانی نسخه په استنبول كښې د چين د اسلامی هنری او كلتوری آثار په وړومبنی نندارتون كښې نندارې ته اېښودلې شوې ده چې دغه نندارتونه به سبا د جمعې تر ورځې پورې جاری وی.
د نړۍ ترټولو اوږده قرانی نسخه چې په ٢٠٨ مېټره اوږدوالی او پينځلس سنټی میټره پلنوالی لرونكې كپړې باندې ليكلې شوې ده ٨٦ كېلوګرامه وزن لری.
په لاس سره ليكلې شوې دغه قرانی نسخه د چين له ((اويغور)) او(( هوی)) قومونو څخه د يو شمېر خوشنويسانولخوا ليكلې شوې ده او اول ځل دې چې له چين نه بهر د نندارې لپاره اېښودلې شوې ده.
1092337