د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا)د مصر چاپ اليوم السابع ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د مصر د قبطی فرقې يو شمېر مشرانو له سپكاوی نه د دغه ډك فېلم په غندلو سره پخلے وكړ: د مصر د قبطيانو لخوا د اسلام د پېغمبر (ص) سپكاوے او د هغه حضرت په شان كښې له ګستاخۍ نه د ډك فېلم ( چې د امريكائی اسلام دښمنه اورپكی پادری تری جونز او د هالېنډ د حكومت په ملګرتيا سره ترسره كیږی) د يو الهی پېغمبر توهين او د غندلو وړ اقدام دے.
د ځينو نظر خاوندانو په قول دغه له توهين نه ډك اقدام د مصر د هغو اسلام پالو چې حكومت یې په سر كښې دے په خلاف د يو تحريكوونكی اقدام بيانوونكے دے. او له دې نه د اسلام دښمنه عناصرو له اسلام او د اسلام له قدرمن پېغمبر (ص) سره د كينې او دښمنۍ پته لګی.
په دغه فېلم كښې مسلمانانو ته دهشتګرد ويلې شوی دی او په يوه برخه كښې یې د مسلمانانو په لاس يو قبطی ډاكټر او د هغۀ لور وژل كیږی.
1093745