IQNA

اسلام د نړيوالې سولې په لټه كښې دے/ د ايران او چين ترمېنځ د كلتوری مبادلاتو چمتوالے

21:05 - September 11, 2012
د خبر لمبر: 2410001
د ادب ډله: په چين كښې له مذهبی ازاديو څخه ملاتړ او د دوو اړخيزو كلتوری مبادلاتو لپاره د ايران او چين چمتووالے له هغو موضوعاتو څخه وې چې وړمه ورځ د وږی دمياشتې په نولسمه نېټه د د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد د وزير او د چين د دينونو د تنظيم د مشر په كتنه كښې اعلان شوې.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد وزير سيد محمد حسينی وړمه ورځ د وږی د مياشتې په نولسمه نېټه د دغه وزارت په دفتر كښې د چين د دينونو د تنظيم له مشر او كميونېسټ ګوندد شورا له غړی وانګ زوآن او ورسره پلاوی سره كتنه وكړه.
سيد محمد حسينی په دې كتنه كښې د چين او ايران د سياسی، كلتوری او اقتصادی تعلقاتو باندې د خوښۍ په څرګندولو سره وويل: په تېرو دريو كلونو كښې چې زۀ په دې عهده باندې يم د چين له ګڼ شمېر پلاو سره مې كتنې كړې دی او د دواړو خواو له دوستانه تعلقاتو څخه ډېر اميدوار يم.
هغۀ وويل چې له كله نه د ايران او چين ترمېنځ د رېښمو لار جوړه شوې ده د دواړو هېوادونو ترمېنځ كلتوری او اقتصادی همكارۍ زياتې شوې ده.
هغۀ وويل: د ايران خلق د مختلفو دينونو ترمېنځ د سوله ايز ژوند تېرولو غوښتونكی دی. په ايران كښې اكثريت مسلمانان دی خو د يهوديت، مسيحيت او زرتشت دينونو اقليتونه هم ژوند كوی چې ښه په ازادۍ او اسانۍ سره خپل مذهبی مراسم ترسره كوی اوله هیڅ مشكل او خنډ سره نۀ مخامخ كیږی او حتی د اسلامی شورا په جرګه كښې هم اقليتونه نمائندګی لری.
هغۀ وويل: په دې خبره زيات خوشحال يم چې په چين كښې هم مختلفو دينونو په تېره بيا اسلام ته خاصه پاملرنه كږی او شل مېليونه مسلمانان ښه په ازادۍ سره خپل مذهبی مراسم ترسره كوی په شوروی كښې تر مودو مودو پورې مسلمانانو او د نورو دينونو پېروكارو اجازه نۀ لرله چې خپل مذهی مناسك په ځاے راوړی خو د شوروی په پاشل كېدو سره دغه بهير بدل شو او ټول دې نتيجې ته ورسېدل چې دين يوه باطنی مسئله ده او په بل باندې نۀ شی مسلط كېدې.
هغۀ زياته كړه د اسلام مبين دين بنياد په مينه ، سوله ، ورورولۍ او مهربانۍ باندې اېښودے شوے دےاو دا دين د دينونو د خبرو اترو لپاره امادګی او چمتووالے لری ځكه چې دا دين د اعتدال او مېنځ لاريتوب په ستنو ولاړ دے اوله افراط او تفريط نه بالاتر دے لكه په اسلام كښې دا دی كه يو كس مسلمان شی او مور او پلار یې غېر مسلمانان وی نو په مسلمان اولاد باندې فرض دی چې د خپل غېر مسلمان مور پلار خدمت، احترام او عزت د مخكښې په شان كوی. اسلام غواړی چې په نړۍ كښې هر طرف ته سوله او قراری وی او څوك د يو بل له خولې او لاسو څخه ازار نۀ شی.
هغۀ وويل نننۍ نړۍ دا تقاضا كوی چې د دينونو ترمېنځ خبرې اترې اوشی او د يو بل عقائد سره واورېدلې شی او له دې لارې له يوبل سره ملګرتيا او همكاری وكړې شی.
هغۀ وويل چې په دې لړ كښې د چين او ايران ترمېنځ تفاهم ليك چين ته لېږل شوے دے او مونږ یې د ځواب په طمه يو او كه دغه تفاهم ليك دستخط شی نو د همكاريو د پراختيا لپاره به نوی بابونه خلاص شی.

د چين د دينونو د تنظيم له مشر او كميونېسټ ګوندد شورا غړی وانګ زوآن هم په دغه كتنه كښې وويل: د چين د دينونو د چارو تنظيم نېغ په نېغه د وزيراعظم ترڅارنې لاندې فعاليت كوی او له دې نظره زياته پراختيا او نفوذ لری او زما يو مسئوليت د مذهبی سياستونو اجرا ده او له مذهبی ازاديو څخه ملاتړ هم زمونږ د پروګرامونو يوه برخه ګڼل كیږی.
هغۀ وويل چې په چين كښې زيات دينونه موجود دی چې يو لوے دين پكښې اسلام دے چې پېروكار یې له شلو ميليونو نه زيات دی او مسلمانان په چين كښې تقريباً ٣٥ جوماتونه موجود دی چې مسلمانان پكښې خپل عبادات په ازادۍ سره كیږی. په چين كښې څلوېښت زره مذهبی مشران دی او هر كال له لسو زرو نه زيات مسلمانان د حج لپاره سفر كوی چې سږ كال یې شمېر څوارلس زرو ته رسېدلے دی.
هغه په اخېر كښې وويل د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد وزارت او د چين د دينونو تنظيم دوه مهم تنظيمونه دی چې ترمېنځ یې همكاری او غږملتياد د دواړو هېوادونو لپاره ښه اثرات او نتائج لرلې شی.
1094747
captcha