تبريز ښار ته د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د لیږل شوی خبريال د رپورټ له مخې: د مسلمانو محصلينو د قرآن كريم د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې اختتاميه مراسم نن سهار د تبريز ښار په ستره مصلا يا عيدګاه كښې ترسره شول.
د پوهنتونی جهاد رئيس محمدحسين يادګاری په خپلو ويناؤ د قرآنی مقابلو په دې دوره كښې له ګډون كونكو څخه د مننې او قدرونې په ترڅ كښې ووئيل: قرآن كريم خلك تل ورورولۍ او وحدت ته رابللی دی او د دغې بلنې سرلوحه «وَ اعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَميعاً وَ لا تَفَرَّقُوا» آيت دے چې په ټولو زمينو كښې د مسلمانانو د برياليتوب لپاره قرآن كريم مسلمانان له هرډول تفرقې او بيلتون نه ډډه كولو ته رابولی او داسې خبردارے وركوی چې «وَ لا تَنازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَ تَذْهَبَ ريحُكُمْ». نو بس د تفرقې او بې اتفاقۍ په صورت كښې به له ماتې نه پرته بله كومه نتيجه نه وی، په دې وجه ضروری ده چې د قرآن په حكم عمل وكړو او په دې حساس زمانی پړاؤ كښې چې اسلامی ولسونه يوبل پسې رابيدار شوی او پخپلو حقوقو پسې دی، په هوښيارۍ سره د خدای پاك، پيغمبراكرم(ص)، او ولی الامر د اطاعت په چورليز باندې راټول شو او د اسلام او قرآن عزت او كرامت نړيوالو ته په ډاګه كړو. 1098422