IQNA

د قران د نړيوالو مقابلو نوې قانون جاری كول د محصلانو د مخپرتږ سبب كیږی

21:18 - September 19, 2012
د خبر لمبر: 2415534
د قرانی چارو ډله: د مسلمانانو محصلانو د قرانی نړيوالو مقابلو د څلورمې دورې د ټولو قران د حفظ برخې لومړی كس د دې مقابلو د كيفيت د ښه كيدو سبب د نوی قانون جاری كيدل وګڼل.
ابوذر كرمی، د مسلمانانو محصلانو د قرانی نړيوالو مقابلو د څلورمې دورې د ټولو قران د حفظ برخې لومړی كس د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: په فاينل مقابلې كښې كسان يو بل ته ډېر نزدې وو او په خپله زما لپاره دا مرحله سخته وه.
هغه زياته كړه: د قران د مقابلې پته د كارنامې له نمبرو لګیږی او اخری فيصله یې بايد د نمبرو له مخې وشی.
د اسلامی جمهوری ايران استازی د ګټونكيو كسانو مثبتو ټكو ته په پام وويل: زما د تلاوت د كارنامې پر اساس، زما د قوت ټكې د صوت او لحن برخه وه.
د مسلمانانو محصلانو د قرانی نړيوالو مقابلو د څلورمې دورې د ټولو قران د حفظ برخې لومړی كس وويل: د مقابلې په سایټ كښې نوې قانون اعلان شوې و، خو په مقابلو كښې جاری نه شو او كيدې شی د هغه د جاری كيدو لپاره لا وخت وی.
هغه په اخر كښې له ټولو هغه كسانو او ګوندونو او غونډو مننه وكړه چې د دې مقابلې په ترسره كولو كښې یې مرسته كړې وه.
1101126
captcha