د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د سفير نيوز د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وكړ، د فرانس د مسلمانانو د شورا مشر محمد موسوی او د فرانس د پادريانو دټولنې د دينونو د روابطو د شورا مشر مېشل دوبوبوسټ په يوه ګډه بيانيه كې د الهی دينونو د پېروكارو ترمېنځ د يووالی او پېوستونو په ضرورت باندې پخلے وكړ.
په دغه پېغام كښې چې په فرانسوی مجله كښې د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د ګستاخانه تصويرونو له خپرېدو نه پس خپور شو راغلی ديد ازادۍ، برابرۍ او ورورولۍ شعار د فرانس په قانون كښې تر ټولو مهم اصل دے او مونږ هم د دې هېواد د ښاريزو په توګه دغه اصول منو او احترام یې كوو.
په دغه بيانيه كښې تاكيد شوے دے چې مونږ د بيان د ازادۍ ملاتړ كوو خو هر كله د ورورولۍ او انسانی كرامت او ورورولۍ په شان اصول هېر كړې شی نو ازادی هم په خطر كښې پريوزی.
مسلمانو او مسيحيانو مشرانو د دغه پېغام په يوه بله برخه وويل:د سپكاويو، ګستاخيو، تفرقه اچونو ، ګستاخانه فېلمونو او غېر مسئولانه مركو په وړاندې چې د تشدد سبب ګرځی مونږ بې له دې نه بله چاره نۀ لرو چې خلق خپلو وجدانونو ته پاملرنې ته دعوت كړو چې له ځانونو نه پوښتنه وكړی چې فرانس د برابرۍ او ورورولۍ لپاره څه كړی دی؟
1105057