IQNA

د ګستاخانه فېلم يوه اداكاره د ګوګل په خلاف شكايت كوی

22:37 - September 25, 2012
د خبر لمبر: 2419807
نړيواله ډله: د ګستاخانه امريكائی فېلم يوه اداكاره سينډی لیډی ګارسيا چې دعوا یې كړې ده چې د فېلم جوړنكی لخوا یې دوكه خوړلې ده د دغه وېډيو د لرې كولو د غوښتنې د ردولو په وجه د ګوګل كمپنۍ په خلاف شكايت كوی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د 20min د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د امريكائی – صهيونېسټی ګستاخانه فېلم اداكاره سينډی لیډی ګارسيا چې د فېلم له خپرېدو نه پس یې دعوا وكړه چې د ډائرېكټر لخوا یې دوكه خوړلې ده او ډائيلاګ او د فېلم قيصه بدله كړې شوې ده له يوټيوب څخه د دغه فېلم د لرې كولو په اړه له ګوګل كمپنۍ نه د دوه ځل درخواست له ردېدو نه پس عدالت ته شكايت كوی.
هغې په وړمبی ځل له ګوګل كمپنۍ څخه وغوښتل چې له يوټيوب نه دغه ګستاخانه فېلم لرې كړی خو ګوګل پرې عمل ونكړ هغې بيا د ګوګل په خلاف د تېر زيارت په ورځ د لاس اېنجلس ستر عدالت ته د ګوګل په خلاف شكايت وړاندې كړ چې له غور كولو نه پس یې درخواست رد كړې شو او هغه اوس اراده لری ې خپل شكايت فیډرل عدالت ته وړاندې كړی.
هغې وويل چې د ګوګل كمپنۍ او د يوټيوب سایټ په قوانينو كښې په واضحه توګه اعلان شوے دے چې داسې فېلمونه او مضمونونه چې د تاوتريخوالی يا د چا د سپكاوی سبب كیږی خپرول منعې دی نو اوس دا سوال پېدا كیږی چې ايا دغه فېلم له توهين او ګستاخۍ نه ډك نه دے؟ چې په هیڅ شان یې له ګستاخانه او توهين نه ډك اړخ نه انكار نۀ شی كېدې.
هغې وويل دا وخت د خاموشۍ نۀ دے او زۀ به دنيا ته دا ثابتوم چې د فېلم ډائرېكټر له ما سره دوكه كړې ده او هغه فېلم چې ما پكښې اداكاری كړې ده په هیڅ وجه له اسلام او مسلمانانو سره تعلق نه لرۀ او فېلم جوړونكی یې محتوا بدله كړې ده.
1106551
captcha