د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ولسمشرۍ د دفتر یې نقلوی چې د اسلامی ايران ولسمشر د دې خبرې په كولو سره چې مستكبران په سيمې كې د حالاتو د خرابولو لپاره ډيرې هلې ځلې كوی زياته كړه د سيمې هيوادونه دملګرتياؤپه پراختيا سره پر دغو دسيسو غلبه كولی شی.
ډاكټر احمدی نژاد د اسلامی ايران لپاره د فارس خليج او سيمې د ا منيت اهميت ته په اشارې سره وويل ايران باوری دی دغې موخې ته رسيدابه دسيمې دټولو هيوادونو په مشاركت سره پوره شی.
د اسلامی ايران ولسمشر هم دا راز د ايران او كويت اړيكې ښې او دوستانه وبللې او روښانه ئې كړه هیڅ يو قدرت د دواړو هيوادونو د اړيكو د سوئې د لوړيدا او د ملګرتياؤ د پراختيا مخه نشی نيولی.
هغه زياته كړه پر عدالت او سولې مشتملې د نړۍ جوړيدا د ټولو هيوادونو له ملګرتيا او ګډون پرته ممكنه نه ده. د كويت امير شيخ صباح الاحمدالصباح هم په دغې كتنې كې د ايران او كويت ښو او زغنده اړيكو سوئې ته په اشارې سره وويل اسلامی ايران ډيرې توانمنۍ او قدرت لری او كويت په ټولو زمينو كې له ايران سره د ملګرتياؤ د پراختيا غوښتنه كوی .
د كويت امير هم دا راز وويل د آسيا لويه وچه له خير او بركته ډكه ده او نړيوال وضعيت دا فرصت رامينځةكوی چې د آسيائی هيوادونو ترمينځ ملګرتياوې ورځ په ورځ پراخې شی.
1121171