IQNA

په پاكستان كې د اسلامی يوالی نړيواله غونډه پيل شوه

21:50 - November 11, 2012
د خبر لمبر: 2446478
نړيواله ډله: د اسلامی يوالی او وحدت نړيواله غونډه د پاكستان په پلازمينیې اسلام اباد كښې، د پاكستان د ملی همغږۍ (MYC) شورا په همكارۍ سره تر سره كیږی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «Tribune» یې نقلوی چې، دا غونډه د پاكستان د ملی همغږۍ (MYC) د شورا له خوا رابلل شوې وه د اسلامی ايران، افغانستان، تركېې، الجزاير، مصر او يو شمير نورو اسلامی هيوادونو پوهانو روحانيونو او سياسی فعالانو برخه درلوده.
د غونډې ګډون والو امريكا په دې تورنه كړه چې د مسلمانانو په مينځ كې د تفرقې اچولو او اسلامی مقدساتو ته د سپكاوی هڅې كوی.
د اسلامی ايران د مذاهبو د تقريب د ټولنې مشر آيت الله محسن اراكی دا غونډه د نړيوال استكبار د شومو پلانونو د خنثی كولو لپاره مهمه وبلله.
د پاكستان د ان ايس سی شورا مشر قاضی حسين احمد هم دا غونډه د مسلمانانو د يوالی لپاره يو مهم ګام وباله.
په دغه دوه ورځنۍ نړیوال سیمینار کښې،ویناوالو په ډاګه کړې چې فرقه پالنه په اسلامی ټولنو کې د زهر په شان ده. دوي هم دا راز وویل د اسلام د ګران پیغمبر په شان کې د امریکائی صهونیسټي ګستاخ فلم خپرونکو ته باید سخته سزا ورکړل شي او د نبیانو د سپکاوي کونکو په ضد دې په نړیواله سویه قانون جوړشي څو دغه ډول سپکاوي بیا تکرارنشي.
په دغه نړیوال کنفرانس کې پر نورو ګډون کونکو سربیره اسلامی ايران د مذاهبو د تقريب د ټولنې مشر آيت الله محسن اراكی، قاضی حسین احمد ،سید ساجد علی نقوي ،حافظ حسین احمد ،حافظ سعید احمد ، ابوالخیر زبیراو ځّينو نورومذهبی مشرانو هم ګډون کوي.
په دغه دوه ورځنۍ نړیوال سیمینار کښې، له مسلمانانو غوښتي شوي چې ټول مسلمانان په یووالی ا و اتحاد سره د نړیوالو دسیسو او استعماري چلولونو سره مقابله کولی شي.
دغه نړیوال سیمینار چې پرون پیل شوی نن به هم دوام ولري.
1135023
captcha