IQNA

احمدی نژاد: د ویښتيا معنی داده چې انسان په خپل ماموريت او حقيقت خبر شی

20:44 - December 10, 2012
د خبر لمبر: 2461517
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد په پيليزه وينا كښې د ټولنې په اصلاح كښې د استاذانو او پوهانو رول پياوړی وباله او زياته یې كړه له اسلامی ویښتيا هدف جسمانی خوب او يا په سياسی او اقتصادی مسئلو خبريدل چې د بدلون لامل شی، نه دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر له ویښتيا هدف خپلو انسانی حقيقتونو ته د انسانانو ستنيدل وبلل او زياته یې كړه،د ویښتيا معنی داده چې انسان په خپل ماموريت او حقيقت خبر شی ،پرې كنټرول ترلاسه كړی او چا چې ځان هير كړی ، د هغه لپاره ژوند،كمال او اصلاح بې معنا دی .
ښاغلی احمدی نژاد وويل د نړۍ په اصلاح كيدو كښې لومړی ګام د انسان اصلاحول دی ،او كامل انسان د كرامت لوړ مقام او له خاوری افلاك ته رسيدای شی
هغوئ د بشپړ انسان د مفكورې په وړاندې مقابل ټكی ،مادې مفكورې وبللی ،چې تمركز یې په شيطانې غوښتنو،سلطه غوښتنو او نړۍ پالنې دی.
1151202
captcha