IQNA

د نړۍ په رسندويو كې د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب د جشن پراخ انعكاس

21:33 - February 11, 2013
د خبر لمبر: 2494927
نړيواله ډله: د نړۍ او لويدیځو رسندويو او خبری اژانسونو د ډيرو راپورونو په خپرولو سره د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب د جشن په پرتمينې ترسره كيده اعتراف وكړ .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د امريكا اسوشیټډ پريس خبری اژانس د سلواغې د ۲۲ نیټې په دستورو كې د اسلامی ايران د ولسمشر ښا غلی محمود احمدی نژاد له قوله وليكل له اسلامی انقلاب ساتنه او د هغه د حركت دوام ضروری او واجب دې .اسوشیټډپريس د خپل راپور په دوام كې د سلواغې د ۲۲ نیټې د يوم الله په مظاهرو كې د ايرانيانو امريكايی او اسراييلی ضد شعارونو ته اشاره وكړه .

د امريكا فاكس نيوز خبری چينل هم د سلواغې د ۲۲ نیټې په لاريون كې د ايرانی اولس ًپراخ ګډون او د محمود احمدی نژاد وينا ته پوښښ وركړ .

د رویټرز خبری اژانس هم په يوه مطلب كې د ښاغلی احمدی نژاد دغه وينا چې ايران يوازې د دباونو د ختمولو په بڼه كې خبرو اترو ته چمتو كیږی ، خپل تيتر وګرځوله .

دغې امريكايی رسندوې د ايران د ولسمشر د وينا په انعكاس كې دغه ټكی ته هم اشاره وكړه چې له ۵+۱ ډلې سره د ايران خبرې اترې بايد د افكارو د تپلو لپاره په اوزار بدلې نشی او ویې ليكل په دغو شرايطو كې د خبرو اترو تمه نشی كيدلې .

امريكايی ورځپا ڼو هم د اسلامی انقلاب د كليزې په انعكاس كې وليكل د ايران اولس په لاريون كې په ګډون سره د ايران د اسلامی انقلاب ۳۴ كليزه ولمانځله .

د دغه راپور پر اساس سږ كال د اعلان شويو شميرنو پر اساس ۲۲۰ بهرنی او په سلګونوداخلی خبريالانو د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب د كليزې پرتمين او ولولناك لاريون ته خبری پوښښ وركړ .

د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب د ۳۴ كليزې د جشن دستورې همداراز د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو كې هم ترسره شوې .

د ايران د اسلامی انقلاب د پرتمين انقلاب دبرياليتوب د ۳۴ كليزې دستور د لندن د محصلينو د اسلامی ټولنې په ځای كې د توحيد په مركز كې ترسره شوې . په انګلستان كې په زده كړو بوختو ايرانی محصلينوسربيره په لندن كې ميشتو ګڼ شمير ايرانيانو هم له خپلو كورنيو سره يو ځاې په دغو دستورو كې ګډون كړې وو .

په روسیې كې ميشت ايرانی محصلين هم پرون د ايران د انقلابی اولس له حماسې سره په يو وخت راغونډ شول چې يو ځل بيا د ايران د اسلامی جمهوريت د بنسټ ګر حضرت امام خمينی رح او د شهيدانو له ایډيالونو سره بيا بيعت وكړی .

كارپيژاندو او نظر خاوندانو هم د ايران د اسلامی انقلاب په بيلا بيلو نړيوالو اړخونو رڼا واچوله .

د روسیې د تر ټولو ستر اسلامی اورګان يعنی دروسیې د مفتيانو شورا يوه مشر نفيق ا... اشيروف د اوسنې نړۍ په سياسی ژوند كې د اسلامی انقلاب بې ساری اغيز ته په اشارې سره وويل د ايران اسلامی انقلاب ، سياسی اسلام له پیړيو وروسته بيا احيا كړ .

د روسیې د داغستان جمهوريت د نور موسسې مشر ناظم زينال اف هم وويل امريكا د ايران د اسلامی انقلاب په وړاندې ستومانه شوی ده او ايران د واشنګټن له درستو دسيسو سره سره خپلو پرمختګونو ته دوام وركوی .

د جرمنی ايران پيژاندی او محقق ايرمګاد پين هم وويل له اسلامی انقلابه وروسته په ايران كې د ښځو ځای ډير لوړ شوې او په ټولو زمينو كې ښه شوې دې .

يونانی پوه ساراندوس كارقاكوس هم وويل د حضرت امام خمينی رح په مشری د ايران د اسلامی انقلاب برياليتوب چې د خلكو د درستو پرګنو په شتون او ملاتړ سره ترلاسه شو ، د سيمې او نړۍ په سياسی معادلاتو او انډول كې د اساسی بدلون سبب شو .

د اسلامی ايران په ميليونونو كسانو پرون د اسلامی انقلاب د برياليتوب د ۳۵ كليزې په پيل كې په متحدو ليكو كې له نړيوال استكبار سره د مبارزې په نښه لاريون او د سپیڅلی اسلامی جمهوريت د نظام د برياو په ساتلو ټينګار وكړ .
1186487
captcha