IQNA

احمدی نژاد: په ايران كې د دښمنانو هدف له ماتې سره مخامخ شوے دے

20:56 - March 04, 2013
د خبر لمبر: 2506135
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد نن په تهران كې د بانكونو له عمومی مديرانو سره په غونډې كې وويل كه څه هم دښمنانو پخپلو ټولو توانمنيو سره نيت درلود په بنديزونو سره په ايران كې ټولنيز كړكيچ او اقتصادی ګډوډی رامينځةكړی خو د حكومت په هلو ځلو او د ملت په ملګرتيا سره د بنديزونو دباؤنه ناكام شوی او دښمنان خپلو سپيرو موخو ته نه دی رسيدلی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډاكټر احمدی نژاد اسلامی ايران يو قدرتمند، بې مخينې او نه ختميدونكو ظرفيتونو لرونكی لوی هيواد وباله او روښانه ئې كړه د دغو وړتياؤ په مرستې سره د تير وخت په شان په بد غواړو دښمنانو برلاسه كيدلی شو.

د اسلامی ايران ولسمشر په دې خبرې پّه ټينګار سره چې بانكونو په وروستيو كلونو كې د ايران په پرمختګ كې ټاكونكی او چورليزی رول درلودلی دے وويل بانكونه دم ګړۍ هم په سمې پلانونې سره د تيرو وختونو په څير د دښمنانو دسيسې شنډولی شی.
1198822
captcha