د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، پيغمبر اكرم په حجة الوداع كې د خپل رسالت په وروستی كال یې په غدير ميدان كې د خدای په امر خپل ځای ناستی خلكو ته اعلان كړ . هغه كس چې علم او عمل ، میړانه او اخلاص ، او په اسلام كې مخكښتوب یې په ځلونو خلكو ته ښودلی و هم هغه د پيغمبر د جانشينۍ وړتيا لری.
ويل شوې چې پيغمبر له حضرت علی سره د منافقانو له كينې او دښمنۍ خبر و، له دې امله د هغه حضرت د جانشينۍ په اعلانولو اندیښمن و، خو د قران نازل شوې ايتونه د دې ښودنه كوی چې خدای تعالی هغه د جانشين په معرفی كولو مقيد كړی او حتی د رسالت تكميل او بشپړتيا یې په دې كار پورې مشروطه كړې ده . او هغه ته یې د دښمنانو له شره امان وركړی دی.
په دې ډول وه چې كله هغوی د غدير څو لارې ته ورسيدل پيغمبر امر وكړ چې ټول اصحاب دې كوز شی او هلته دې پاتې شی چې ليكوالان راورسیږی او كوم كسان چې مخكې تللې وو هغه راستانه شی . كله چې اكثره حجيان چې شمير یې كابو يو لك شلو كسانو ته رسيده ، راغونډ شول ، پيغمبر په يو ممبر چې د اوښانو له كجاوو او پالانونو جوړ شوی و وخته . خطبه یې وركړه او بيا یې حضرت علی په منبر وخیږاوه . دهغه لاس یې اوچت كړ او خپل ځای ناستی یې معرفی كړ. او بيا یې وويل چې ټول بايد دهغه اطاعت وكړی بيا یې خپل اهلبيت د قران برابر
او په څنګ كې وګڼل او د قيامت تر ورځې پورې یې دهغوی په يوځای والی او نه جدا كيدو ټينګار وكړ او دا دوه یې دمسلمانانو د نيكمرغۍ او كاميابۍ سبب وبلل.
يوه موده وروسته د قران مبلغ ، راوړونكی اواجرا كوونكی یې د مرګ په بسترې ملاست و . خدای خپل محبوب ځانته رابللی و. او ورسره وعده یې كړې وه چې كتاب به یې د ايمان او عقيدې د شوكمارو له لاسه خوندی وساتی. « انا نحن نزلنا الذكر و نحن له لحافظون»
(مونږ قران نازل كړ او مونږ به یې په خپله ساتو)
اوس دخدای په كور كې پيدا او د رسول په لمنه كې روزل شوی او لومړی ايمان راوړونكی چې شيبه شيبه یې د قران نزول د پيغمبر په څنګ كې درك كړی و او د مباركو كلماتو يو يو ټكی یې د زړه په غوږو اوريدلی و د هغه د امت د راتلونكی لپاره اندیښمن دی.
دا دی مونږ په هغه ټول كې د پيغمبر خبرې د خاتم پيغمبر د رسالت د لارې د نقشې په توګه دوباره رايادوو چې د اسلامی امت د حركت لاره يو ځل بيا انځور شی . په دې هيله چې مين لارويان په غلطه لاړ نه شی او نورو ته په رسولو كې هم د خدای د وروستی پيغمبر پيغام رسوونكی شی. اوهمداراز په خپلې كورنۍ او خپلوانو كې هم د رسول الله مبارك دنده تر سره كړی چې د خدای او رسول خبره یې د نړيوالو غوږونو ته ورسوی.
د پيغمبر دا موكده غوښتنه چې وې فرمايل: ای هغو كسانو چې حاضر يئ او دا پيغام اورئ په تاسو واجبه ده چې له سفره له ستنيدو وروسته هغه په خپل ښار او وطن كې موجودو كسانو ته ورسوئ.
د غدير خطبه
رسول الله مبارك حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم د هجرت په لسم كال دخدای د كور اراده وكړه او خلك یې حج ته وبلل. له دې بلنې وروسته ډير خلك مدينې ته راغلل چې په دغه لویې الهی دندې كې د خدای د رسول ملګرتيا وكړی. دا يوازينی حج و چې د خدای رسول (ص) مدينې ته له هجرته وروسته وكړ او له دې مخكې يا وروسته هیڅكله داسې عمل ونه شو. دا حج په تاريخ كې په مختلفو نومونو ياد شوی دی. منجمله ، حجة الوداع، حجة الاسلام، حجة البلاغ، حجة الكمال او حجة التمام .[1] په دې موقع رسول الله مبارك ولامبل ، عطر یې ولګول. او يوازې د احرام په دوو ساده ټوكرو سره چې يوه یې په ملا وتړله او بله یې په اوږه واچوله، د خالی په ورځ د ذی قعدې د مياشتې په څلورويشتمه يا پينځه ويشتمه نیټه د حج په نيت پياده له مدينې ووته. او خپلې ټولې ميرمنې او د كورنۍ غړی یې هم په كجاوې كې كښينول او د خپلې ټولې كورنۍ او د ګڼ شمير مهاجرو، او انصارو په ملتيا له مدينې روان شو.
د حج له ادا كولو وروسته د خدای رسول په ډير برم سره بيرته د مدينې په لور حركت وكړ او كله چې جحفې ته نزدې د غدير خم سيمې ته ورسيده ، د خدای پرښته جبراييل امين نازله شوه او دخدای له لورې یې دا ايت نازل كړ: « ای پيغمبره! هغه څه چې ستا د پالونكی له لورې پر تا نازل شوې خلكو ته ورسوه.»( سوره مائده،۶۷ ايت)
جحفه، يو پړاو او څلور لاری دی چې د مدينې ، مصر او عراق خلك دغلته له يو بله جدا كیږی او په خپله خپله لاره روانیږی. دخدای رسول حضرت محمد (ص) د ذيحجې په اتلسمه نیټه د زيارت په ورځ دغه ځای ته ورسيده.
د الهی وحی امين ، دغه ايت راوړ او د خدای رسول ته یې امر وكړ چې حضرت علی (ع) په ولايت او امامت معرفی كړی. او ولی او امام یې وټاكی. او ټولو ته دې ورسوی چې بايد د هغه پيروی وكړی. په دغه وخت تير شوې كسان راستانه شول او د پاتې كسانو د رارسيدلو لپاره د خدای رسول دغلته دمه وكړه . په دغه ځای كې پينځه لرغونې او ګورې ونې دی چې له يو بل سره نښتې دی د خدای رسول وفرمايل چې دغلته به څوك نه كښينی تر دې چې ټول خشاك او ازغی ترې پاك كړی شی.
د ماسپښين په وخت چې تودوخه زياته شوه ، خلكو خپلې نيمې څادرې له ځانه لاندې او نيمې په سر واچولې. او د رسول الله مبارك د اسانتيا لپاره یې هم يو څادر د ونو لپاسه واچوه چې يو چوپال شان جوړ شی. كله چې د ماسپښين اذان وويل شو هغه حضرت (ص) له خپلو ملګرو سره تر ونو لاندې لمونځ وكړ له لمانځه وروسته د هغه حضرت لپاره د اوښانو له كجاوو او پالانونو يو هسك ځای جوړ كړی شو. د خدای رسول د ګڼو خلكو په مينځ كې په هغه ځای وخته او خطبه یې پيل كړه. هغه حضرت په لوړ غږ داسې وفرمايل:
«حمد او ثنا خدای لره ده ، له هغه مرسته غواړو او پر هغه ايمان لرو او توكل مو پر هغه دی. له خپلو بديو او ناروا كارونو هغه ته پناه وړو. د بې لارو هدايتوونكی يوازې هغه دی او څوك چې هغه یې هدايت كړی هیڅوك یې نه شی ګمراه كولی. ګواهی وركوم چې بې له هغه بل د عبادت او پرستش لايق نيشته. او محمد د هغه بنده او استازی دی. د خدای له ستاينې او د هغه په وحدانيت له شهادته وروسته ای خلكو! بې شكه چې مهربان او پوه خدای ماته خبر راكړی چې عمر مې تير شوی دی او د خدای بلنې ته به هوكړه كوم. او پاتيدونكې سرای ته به روانیږم. زه او تاسو هر يو د هغه څه مسوول يو چې په غاړه یې لرو. اوس ستاسو خبره څه ده ؟ خلكو وويل : مونږ ګواهی وركوو چې تا د پيغام په رسولو ، نصيحت كولو او د دندې په لاره كې له كوشش كولو هیڅ ډډه ونه كړه ، خدای دې تا ته نيكه بدله دركړی. بيا هغه حضرت وفرمايل: ايا تاسو ګواهی وركوئ چې خدای بې سياله او يو دی او محمد د هغه بنده او استازی دی. او دا چې په جنت دوزخ، مرګ او قيامت كې شك نيشته. او اخر به خدای مړی راژوندی كوی؟ ټولو وويل: هو، په دغو خبرو ګواهی وركوو. پيغمبر وويل: ای خدايه ته ګواه اوسه .
يو ځل بيا یې وفرمايل: ايا زما خبرې مو ښې واوريدې؟ ټولو ځواب وركړ: هو. بيا د خدای رسول (ص) وفرمايل: بې شكه زه به بلې سرایې ته په تللو او د كوثر د ډنډ غاړې ته په رسيدلو كې تر تاسو مخكې شم او تاسو به د حوض كوثر په غاړه ماته راځئ. د دغه حوض پراختيا د صنعا او بصری تر مينځ د فاصلې هومره ده . او پكې د ستورو په شمير د سپينو زرو جامونه او كاسې دی. زه ليدل غواړم چې تاسو زما له وفاته وروسته له هغو دوو او قيمتی څيزونو سره چې په تاسو كې یې پریږدم څنګه سلوك كوئ؟
په دغه وخت كې له خلكو يو تن ورغږ كړ : ای د خدای رسوله هغه دوه قيمتی او ارزښتناك څيزونه كوم كوم دی؟ وې فرمايل: هغه چې لوی دی ، قرآن دی چې له خدای سره د انسان د ارتباط وسيله ده. نو هغه ټينګ ونيسئ چې ګمراه نه شئ. خو هغه بل چې وړوكی دی زما عترت او كورنۍ ده . بې شكه مهربان او پوه خدای زه خبر كړم چې دا دوه به هیڅكله له يوه بله نه جدا كیږی تر دې چې د كوثر د ډنډ په غاړه ماته راورسیږی. او ما هميشه له خپل ربه غوښتې چې د كتاب او عترت تر مينځ جدايی را نه شی. نو په دې اساس له دغودوو مه مخكې كیږئ او له پيروئ یې مه شاته كیږئ. او كوتاهی مه كوئ كه نه وی تباه به شئ بيا یې د حضرت علی لاس ونيوه او اوچت یې كړ تر دې چې د دواړو د لاسونو د ترخ سپين والی ښكاره شو او ټول خلك ورته متوجې شول. بيا یې وفرمايل: ای خلكو څوك دی چې د ايمان خاوندانو ته د هغوی تر ځانه زيات غوره او وړ وی.؟ وې ويل : خدای او رسول یې ښه پوهیږی. دخدای رسول وفرمايل: بې شكه چې زه د چا مولا يم ، دا علی دهغه مولا دی . او دا خبره یې درې ځله ، او د حنبلې مذهب د مشر احمد بن حنبل په وينا څو ځله تكرار كړه. بيا یې دعا ته لاس پورته كړل او وې ويل :
ای خدايه له هغه چا سره مينه وكړه چې له ده سره مينه كوی او دښمن اوسه دهغه چا چې له ده سره دښمنی كوی او مرسته وكړه د ده د ملګرو او خوار كړه هغه كسان چې د ده خوارول غواړی. او هغه هميشه د حق او راستۍ تله ، معيار او چورليز وګرځوه. بيا یې وفرمايل:
بايد دلته حاضر كسان غير حاضرو كسانو ته دا خبره ورسوی .
لا خلك خپاره شوې نه وو چې د خدای د وحی پرښته راورسيده او دا ايت یې راوړ« نن مې ستاسو دين بشپړ كړ او خپل نعمت مې په تاسو تمام كړ او اسلام مو ستاسو لپاره د دين په توګه غوره كړ.
په دې وخت كې پيغمبر وفرمايل: الله اكبر، د دين په اكمال او د نعمت په اتمام او زما په رسالت او له ما وروسته د علی په ولايت د خدای په راضی كيدو.
خلكو له دې وروسته مباركۍ وركړې او تر ټولو مخكې ابوبكر او عمر ور مخكې شول او وې ويل : افرين دې وی پر تا ای د ابی طالب زويه چې نن درباندې په داسې حال كې تيره شوه چې زمونږ او دهر مومن سړی او ښځې مولا شوې . ابن عباس هم وويل : په خدای قسم چې د علی ولايت پر مونږ ټولو واجب شو. بيا حسان بن ثابت وويل: يا رسول الله ! پریږده چې د حضرت علی په شان كې يو څو شعرونه ووايم. د خدای رسول (ص) وفرمايل: دخدای په مهربانۍ ووايه: په دغه وخت كې حسان بن ثابت پاڅيده او داسې یې وويل : ای د قريشو مشرانو، د پيغمبر په حضور كې د هغه ولايت په هكله چې ارو مرو شو، خپل شعرونه بيانوم.
يناديهم يوم الغدير نبيهم...... بخم فاسمع بالرسول مناديا
دا د غدير خم د كيسې لنډيز شان و او تفصيل به یې انشاء الله بيان شی . البته اسلامی امت ټول د دې پیښې په پیښيدو يوه خوله دی او بې له دې چې ياده شوه په ټوله نړۍ او ځمكه كې بله كومه پیښه په دغه نوم او نښو سره نه ده پیښه شوې. او هر كله چې د دغه ورځې نوم اخستل كیږی دا يوازې د غدير له بې سارې پیښې سره سمون خوری. او كه نوم یې واخستل شی مطلب یې هماغه ځای دی چې جحفې ته نزدې دی او داسې هیڅ ويناوال او څیړونكی نيشته چې بله خبره وكړی. هو، په ټولو ليكوالانو او مورخانو كې يوازې يو كس دی چې ډاكټر ملحم ابراهيم اسود نومیږی او په هغه لمن ليك كې چې د ابو تمام په ديوان یې ليكلې دی ، له دغه مسلم اصله غړيدلی او د « غدير خم» د ټكی له بيانه وروسته یې ليكلې دی دا د يو مشهور جنګ پیښه ده . مونږ په دې اړه كافی بحث كړی دی چې د خدای په فضل د ابوتمام د حالاتو په شرحه كې به درته وړاندې شی.
1307397