IQNA

قطر کښې د قرآن کریم د انګلیسې ژبه ژباړه په یو سیمینار کښې وڅېړلې شوه

23:35 - December 27, 2014
د خبر لمبر: 2638304
نړیواله ډله: د قطر الهیاتو پوهنځې او د اسلامی مطالعاتو پوهنتون کښې د علمی سیمینار(د قرآن کریم انګلیسې ژباړې څېړنه، مخکې نه تر ننه) پرون پیل شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د قطر ورځپاڼه الرایه نه په نقل، دا سیمینار چې د قطر د الهیاتو پوهنځې او د اسلامی مطالعاتو پوهنتون سالون کښې پیل شو. چې د شارجه امارات الهیاتو پوهنځې او د اسلامی مطالعاتو پوهنتون مخکېنی مشر او د قرآنی علمونو او تفسیر استاد عبدالله الخطیب په کې تقریر وکړو.

عبدالله الخطیب خپل د دې سیمینار تقریر کښې ؤ ویل: د قرآن ژباړه د الله طرف ته دعوت او د اسلام تبلیغ په غیر مسلمانانو کښې ډېر لوی اهمیت لری.

هغه زیاته کړه: او همدارنګه د قرآن کریم ژباړه، قرآن کریم باندې پوهه کښې د غیر عربی ژبه کوونکو لپاره ژباړه یو ډېر مهم موضوع دی، ځکه چې د اسلام دین پیروان کښې  د غیر عرب مسلمانانو شمېر په سلو کښې ۸۰ کسان دی او په دغو کښې ډېر په عربی ژبه نه پوهېږی، او د قرآن کریم نه د خپلې ژبه ژباړه او هغه تفسیرونو نه چې ژباړه شوی د قرآن پوهنې ترلاسه کوی.

الخطیب څرګنده کړه: د قرآن کریم انګلیسې ژباړې تر ۱۰۰ پوری رسی، د انګلیسې ژبه زیات لوستونکو شمې چې در یو ملیارد نه زیات ښودلې کېږی، غیر عربو کښې یو خاص اهمیت لری، هغه ادامه ورکړه او د انګلیسې ژبه قرآنی ژباړې یی چې مسلمانانو ۱۹۱۲ نه تر اوسه کړی په حقله ؤ ویل: د مارمادوک پیکتال ژباړه چې مسلمان شوی وو، په کال ۱۹۳۰ کښې، د عبدالله یوسف علی ژباړه چې په کال ۱۹۳۷ کښې او د عبدالحلیم مصری ترجمه چې په ۲۰۰۴ کښې او د ظریف الخالدی ژباړه چې په ۲۰۰۸ کښې کړی د انګلیسې ژبه د قرآن کریم ژباړی دی.

http://www.iqna.ir/fa/News/2634916

captcha