IQNA

محمد نیاظی

د ایرانیانو الله الله آوازونه، د قاری زړه ته پرېوتی او د هغې عاشق دی/ د حفظ کولو پایښت لپاره باید زحمت وشی

9:19 - January 04, 2015
د خبر لمبر: 2670542
قرآنی فعالیت کوونکې ډله: مسلمانو محصلینو د قرآن کریم مقابلو پنځمه دوره کښې شرکت کوونکې د قرآن پاک مصری حافظ ؤ ویل: ایرانی مقابلې، هغه ځانګړی مقابلې دی، چې کله قاری بسم الله الرحمن الرحیم ووایئ نو د شتون لرونکو له اړخه الله الله سره ستایلی کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې،  مسلمانانو محصلانو قرآنی نړیواله مقابلو پنځمې دوره د زیارت ورځې د دی میاشته ۱۱ تاریخ باندې د ۴۷ هیوادونو نه  ۷۲ شرکت کوونکې ګډون سره د تهران برج میلاد نړیواله کانفرانس سالون کښې شروع شو.

دا مقابلې هر دوه کالو کې یو ځل د پوهنتونی جهاد سره اړوند لرونکې د هیواد قرآنی فعالیت کوونکې پوهنتونونه مرسته سره تر اتوار د دی میاشته ۱۴تاریخه پورې ادامه لری، چې د خلکو او جګپوړی مقاماتو لوی استقبال سره مخامخ شو، په دې مقابلو کښې د ټول قرآن حفظ کولو برخه کې شتون لرونکې محمد نیاظی محمد عبدالعزیز، سره مرکه وړاندی کوو.

ایکنا: ځان معرفی کړه او مهربانی وکړی ؤ وایئ چې اوس تعلیمی کومې برخه کښې زدکړه کوی؟

زه ۲۶ کلن یم او د مصر ایالت الشرقیه کې زېږېدلی یم، د قرآن قرائت برخه مې له الازهر پوهنتون نه تر سره کړی او د قرآن قرائت کښې د تخصصۍ  مدرک اخیستلی او سره د دې د اسلامی تبلیغ منښتلیک می هم تر لاسه کړی او اوس دې وخت اسلامی څېړنې په انګلیسې ژبه کښې مشغول یم.

ایکنا: څومره عمر راسی د قرآن حفظ کول مو شروع کړی او په دې کښې ړومبنۍ استادان څوک څوک وو؟

چې کله د دری نیمو کالو شوم، د قرآن حفظ می شروع کړی وو، هم ماشوم توب کښې کله نه چې خبری می شروع کړی، د پلار مرسته سره می حفظ هم شروع کړو، او چې د اووو کالو شوم نو قرآن می حفظ کړی وو، د قرآن حفظ کولو استاد می پلار وو، او له حفظ کولو نه پس هم پلار سره د قرآن حفظ کولو تخصصی مرکزونو ته وارد شوم.

پلار می نیاظی محمد عبدالعزیز مصر کښې د قرآن قرائت انجمن مشر وو، او په اووو کالو عمر کښې د قرآن حفظ کولو نه پس د مصر قرآنی مکتبونو ته وارد شوم چې اوس هغه قرآنی مکتبونه شتون نه لری.

تر لسو کالو پوری هم په دغه قرآنی مکتبونو کښې وم، او لس کالو نه پس پلار می تخصصی مرکزونو ته واستولم ځکه چې په دغه کښې د تجوید درس نه وو او یواځې د قرآن حفظ کول درس وو چې محمد ابوحلاوه می په دې کښې ړومبنۍ استاد وو، چې د هغوی له نظر لاندې می د قرآن د تجوید منښتلیک تر لاسه کړو، بیا عبدالرحیم محمد حبیب راته د حفص له عاصم د قرائت طریقې منښتلیک ما ته راکړو.

ایکنا: په مقابلو کې ړومبی ځل په څومره عمر کښې دې شرکت کړی وو؟

اته کلن وم چې ړومبی ځل می د مصر په مقابلو کښې ګډون وکړو، او بیا می له دغې نه پس په ولایتی او بیا د هیواد په سطح مقابلو کښې ګډون شروع کړو، په دې ټولو کښې می ړومبۍ مقام تر لاسه کړو، دارنګه اته کلن وم چې د هیواد په پنځه مقابلو کښې می شرکت کړی وو او په دغه ټولو د حفظ په برخه کښې ړومبۍ مقام می ترلاسه کړو.

ایکنا: هیوادی مقابلو کښې د شتون په حقله څه ووایی؟

هم دی هیوادی مقابلو کښې وو چې د هیواد داخلی ټی وی چینلو باندې زما تصویرونه خپور شو او آواز می په ټولو ځینو کښې خپور شو او ورو ورو په مصر کښې وپېژندلې شوم،  بیا زه نړیواله مقابلو ته وبللی شوم په دغه هیوادنو کښې یو ترکی وو چې زه هلته د قرآن کریم سره مینه محفل ته دعوت شوم او بیا د قرآن نړیواله مقابلو لپاره دبی ته دعوت شوم چې په دویم مقام تر لاسه کولو سره د قرآن حفظ برخه کښې کامیاب شوم.

همدارنګه چې کله ۱۵ کلن شوم د تراویح لپاره د امام جومات په توګه زه دعوت شوم، او بیا دوباره د یو کال لپاره کویت کښې د تراویح امام جومات شوم او د مېلمه په توګه په ۲۰۰۸ کښې د مسلمانانو محصلانو قرآنی نړیواله مقابلو لپاره ایران ته راغلم او همدارنګه چین، اردن او برزیل ته هم د امام جومات په توګه تراویح لپاره تللی یم.

ایکنا: ممکنه د چې د خپل کورنې ژوند په حقله څه ووایی؟ دا چې ستاسې په کورنۍ کښې د ستاسې پلار نه غیر بل څوک هم شته چې قرآنی فعالیتونو کښې شرکت کوی؟

واده می تر اوسه نه دی کړی او دری خویندې لرم،  مشره خور می واده شوی او د ټول قرآن حافظه ده، دوه خویاندې می ما نه وړې دی یوه ۱۵کلنه خور می هم د قرآن حافظه ده، او بله خور می چې ۵ کلنه ده اوس یی د قرآن حفظ شروع کړی، او څه قرآن یی حفظ کړی، ماما می هم د قرآن حافظ دی، خولی مور می چې سبق یی نه دی ویلی قرآن نه شی تلاوت کولی او مونږ مور ته د قرآن قرائت کوو.

پلار می د عرب ادبیات درس ورکوی، او له دې نه پس چې زمونږ شوق یی د قرآن حفظ کولو کښې ولیدو او ټوله کورنۍ یی حفظ کوی، نو ورته یی خیال شو چې کولی شی چې د قرآن درس شروع کړی او ورو ورو یی کور کښې د قرآن ښودنې مرکز کولو کړو.

ایکنا: د ایران قرآنی فعالیتونو سره څه رنګه اشنا شوی؟

هم هغه وخت چې کله پلار سره می قرآنی فعالیتونو شروع وکړه، قرآنی چینلو سره چې ترې قرآنی پروګرامونه نشر کېږی، کتل به می او سپوږمکۍ چینلی به می ورپسې کتلې هم دغه کښې د جمهوری اسلامی قرآنی چینل سره هم اشنا شوم چې هات برد په طریقه می کتلو او دا رنګه د ایرانی قرآنی فعالیتونو سره اشنا شوم.

مصری حافظان او قاریان د ایران قرآنی فعالیتونو په اړه څه نظر لری؟

د مصر ټول قاریان او حافظان دا خواهش لرې چې یو ځل که هم د ایران سفر وکړی، ځکه چې د ایرانی خلکو قرآنی فعالیتونو دومره زیات دې چې هغه خلکو کښې شوق او ذوق پیدا کوی، او قاری او حافظ ترغیب کوی او یواځې یو هیواد چې زه یی پېژندم چې کله هم قاری «بِسْمِ ٱللّٰهِ ٱلرَّحْمٰنِ ٱلرَّحِیمِ» ولولی نو د ناستو خلکو له اړخه الله الله سره ستایلی کېږی. دا قاری په وجد کښې راولی، او قاری نور هم کوښښ کوی چې ښه او بهترین شکل کښې ادامه ورکړی.

ایکنا: مهربانی وکړی د خپل حفظ کولو طریقې په اړه څه ووایی؟

د قرآن حفظ کولو ترتیب د قرآن له اول نه تر اخیره پوری دی او د آیتونو حفظ کولو شمېر د حافظ استعداد سره تړلی، د یو نه تر دوو کرښو حفظ شروع کېږی تر څو پاڼو، ما با شروع کښې دری درې کرښې حفظ کولی، خو بیا به می روزانه دوه پاڼې حفظ کولی.

د پلار په شاګردانو کښې می یو کس چې ځانګړتیا لری، لکه د پلار می یو شاګرد چې ۱۷ کلن دی او حفظ ما سره تیره وی په ۹ میاشتو کښې ټول قرآن حفظ کړو او د حفظ او تجوید درس ورکولو مدرک ترلاسه کړو.

ایکنا: د قرآن په مفهوم او تفسیر هم تخصص او تسلط لری؟

کله چې په انګلیسې ژبه کښې د اسلامی څېړنو درس می پای ته ورسېدو نو د تفسیر برخه کښې به تخصصی زدکړې کوم، او اوس هم تر حده د قرآن تفسیر او مفهوم باندې پوهېږم.

ایکنا: خپل ولسی کارونو په اړه ووایه؟

اوس زه یو  څېړونکی یم او خپل زیات وخت په جومات کښې او د مصر شیعیانو جومات امام حسین علیه السلام کښې د جومات امام په توګه تېره وم.

ایکنا: له انټرنیټ په طریقه قرآن حفظ کولو په اړه ستاسې نظر څه دی او په مصر کښې د قرآن حفظ کولو مختلفې طریقې وجود لری که نه؟

مونږ د انټرنیټ نه په تعلیم او زدکړې اعتقاد نه لرو ځکه چې زه یقین لرم چې د قرآن حفظ کولو لپاره په کار دې مونږ د زړه زور او وخت غواړی، او په کار دې سختی سره یاد شی، او دغه طریقه زمونږ لپاره ناروا ده او اجازه نه لرو چې د قرآن له حفظ کولو لپاره انټرنیټ ته مخه وکړو، مونږ یو متل لرو چې ؛هغه څه چې په آرام لاس ته را شې هم په اسانی له لاسه ځې؛.

ایکنا: په تلاوت او حفظ کولو کښې د کوم مصری قاری نه تقلید کوی؟

مصر کښې پنځه لوی او وتلې قاریان دی، چې د مصر ټول قاریان او حافظان د دې پنځه کسانو تابع دی، چې هغه شیخ مصطفی، اسماعیل، شیخ محمد صدیق منشاوی، شیخ محمد رفعت، شیخ محمود علی البناء، شیخ عبدالباسط او محمد عبدالصمد دی، او زه د دې ټولو مقلد یم، او زه د دې پنځه واړو په طریقه باندې تسلط لرم، او د دې پنځو نه می یوه بله طریقه جوړه کړی چې هغه زما خپله طریقه ده.

ایکنا: اخیره کښې که ایران ته د سفر په حقله څه خاطره لری ذکر کړه؟

ما خو اورېدلې وو چې ایرانیان قرآن ته د ارزښت قایل نه دی خو ولی دا سفر می ایران ته باعث شو چې نظر می بدل شی، چې دا له ټولو لویه خاطره ده، دوه کاله اوشو چې بهرنی هیوادونو ته می سفر نه وو کړی، خو چې کله می واورېدل چې په ایران کښې د مسلمانانو محصلانو قرآن نړیواله مقابلې پیل کېږی، نو خپل امتحان می پرې ښودل او راغلم، که دا امتحان می ورکړی وو نو د اسلامی څېړنو پنځم کال ته به داخل شوی وم او اوس په کار دې دغه امتحانونو ته یو کال صبر وکړم، او راروان کال دا امتحان بیا ورکړم، دې کال می ځان لپاره قرآنی پروګرامونه تیار کړی او غواړم چې قرآنی فعالیتونه وکړم.

2670561

captcha