IQNA

د هند د پولیس د یو ځانګړی قرآنی نسخې په اړه د تحقیقاتو پیل کول

1:44 - August 23, 2015
د خبر لمبر: 3350074
نړیواله ډله: پولیس د هند «میسور» ښار کې د دغې ښار مسئولانو او د پوهنتون نه د قرآنی نسخې چې اوس اوس دلالانو نه ترلاسه شوی په هکله د تحقیقاتو شروع کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Times of India» ورځپاڼې نه په نقل، دهلی نو کې د هند اسلامی ملی پوهنتون یو استاد چې میسور ښار ته راغلې چې د دغه قرآنی نسخې چې ویلې شوی په ۱۷۰۰ میلادی کې لیکلې شوی په هکله تحقیقات وکړی.

د هغه د وینا په رڼا کې، د هند مورخ پروفیسر شیخ علی په نظر کښې د دې قرآن لرغونتوب ۴۰۰ کاله پورې رسی.

پروفیسر شیخ علی له دې نه مخکې ویلې وو چې قرآن دا ځانګړی نسخه د هند ګورکانیان دوران او د اکبر شاه د حکومت په وخت کې لیکلې شوی او هند یو لرغونې قرآن ګڼلې کېږی.

دا قرآن ۶۰۴پاڼو کې لیکلې شوی او ړومبنۍ پاڼه یی د سرو زرو په اوبو او په تور رنګ سره ښکلې لیک شوی.

د میسور ښار پولیس مشر آبهینا و کهاره وویل: مونږ د دې قرآن انځور مسؤولانو او د پوهنتون استادانو ته لېږلی چې هغې پرې خپل نظر ورکړی.

هغه زیاته کړه: د قرآن دا نسخه د کشمیر «سرینګر» ښار موزه نه پټ شوی قرآنی نسخې سره شباهت لری.

د میسور ښار پولیس مشر وویل: د لرغونتوب پوهاندو اداری په دې باندې مکمل مطمئن دی او ډېر زر به میسور ته راځې چې د قرآن دا نسخه له نږدې نه ووینی.

دا قرآن په کال ۲۰۰۳ کې د سرینګر «پراتاب سینګ» موزه کې د یو لرګې په صندوق کې نندارتون ته وړاندې کړی وو چې پټ شو.

د جامو او کشمیر پولیس له ډېر وخت نه دې په سی وو، خو ولی پیدا یی نکړو، تر دې چې په ۱۹ مرداد باندې د میسور پولیس د ۱۰ کسانو دلالانو ډله ونیوله کوم چې د دې خرڅولو لټون کې وو.

د میسور پولیس وویل چې دا قرآن اوس د محاکمې په اختیار کې دې تر دې چې د هغې د ساتنې فیصله وکړی.

http://iqna.ir/fa/News/3349783

captcha