IQNA

د انګلیس حکومتی ویاند:

هیله لرم چې یو ورځ به قرآن په عربۍ ژبه کې تلاوت کړم + انځور

0:54 - December 24, 2015
د خبر لمبر: 3468900
نړیواله ډله: ادوین ساموئل خپل توئیټر کې لیکلې: هیله لرم چې یو ورځ به قرآن په عربۍ ژبه کې تلاوت کړم.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «masralarabia.com» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ادوین ساموئل، د انګلیس حکومت ویاند د خپل ټوئیټر په پاڼه باندې لیکلې: هیله لرم چې یو ورځ به قرآن په عربۍ ژبه کې تلاوت کړم.

هغه ادامه کې لیکې: «بی له شکه چې د قرآن لوستل په عربی ژبه کې د ژباړه شوی ژبې لوستلو نه ډېر ښه به وی».

اوس د قرآن کریم ژباړې مطالعه کوم

د انګلیس حکومت بهرنی وزارت شمال افریقا او منځنی ختیځ چارو ویاند، په دې لیک کې وایئ: اوس د قرآن کریم لرغونې ژباړې مطالعه کوم.

هغه د قرآن کریم د دې ژباړه شوی نسخې نه د خوشحالی ښکاره کولو سره لیکلې: «د قرآن کریم دا نسخه په کال ۱۹۰۹ کې لیکلې شوی او دا زما د نیکه ده چې د لندن پوهنتون کې یی د درس یوې برخې په توګه لوستلو».







http://iqna.ir/fa/News/3468177

captcha