IQNA

تفلیس کې د «قرآن او دینونو کې عدالت او سوله» غونډه پیل شوه + انځور

12:47 - January 03, 2016
د خبر لمبر: 3479721
خارجی څانګه: تفیس کې د قرآن کریم په ګرجی ژباړه کې وړاندې کولو سره د وحدت هفته په مناسبت د «قرآن او دینونو کې عدالت او سوله» غونډه پیل شوه.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ګرجستان کې د ایران کلتوری سازمان مشر مجتبی کامران فرد، د دینونو ټولنې مشر زازا واشاقمادزه، د ګرجستان حکومت مشرانو او د ځنې مسؤولانو او د مسلمانانو شیخ الاسلام رامین ایګیدوف او د نورو دینونو مشرانو په شتون کې د قرآن کریم په ګرجی ژباړه کې وړاندې کولو سره د وحدت هفته په مناسبت د «قرآن او دینونو کې عدالت او سوله» غونډه تلفیس کې پیل شوه.
د ګرجستان دینونو ټولنې مشر زازا واشاقمادزه، په دې غونډه کې وویل: د ګرجستان حکومت هر وخت کوښښ کړی چې د ټولو دینونو فعالیتونو لپاره لاره اواره کړی او په دې مسلمانان چې ګرجستان کې له ټولو اقلیتی دین دی له ځانګړی اهمیت لرونکې دی.
هغه ادامه کې وویل: ګرجستان د تاریخ په اوږدو کې د ټولو دینونو لپاره او د مسلمانانو لپاره همېشه د امن او سولې ځای وو او مسلمانانو هم له دې ظرفیت نه استفاده کړی  او د دې هیواد خلکو سره یی په سوله او ملګرتیا کې ژوند تېر کړی.
د ایران کلتوری سازمان مشر مجتی کامران فرد، د پیغمبر صلی الله علیه و آله او د حضرت عیسی علیه السلام زوکړې مبارکې سره وویل: د قرآن کریم ژباړه په اذری ژبه کې ړومبی ځل ګرجستان کې چاپ او د مسلمانانو ترمنځه او علمی مرکزونو او پوهنتونو ترمنځه خپور شوه. چې دا ارزښتمنه اقدام په دې هیواد کې د اسلام د ځانګړی مقام ښوونکې دی.
هغه په نړۍ کې د ترهګری اقداماتو ته اشارې سره وویل: له بده مرغه ځنې ناپوهه چې د انسانښت نه هم خبر نه دی د اسلام او د دین په نوم باندې جنایتونه کوی.
کامران فرد څرګنده کړه: اسلام او مسیحیت د رحمت او مهربانی دینونه دی او هیڅ کله به یو غیر انسانی اقدام ته اسلام سره نسبت ور نکړو او لږې توجه سره ترلاسه کېږی چې د دې ترهګرو ډله اصلی هدف د دینونو ترمنځه ډله ډلبندی او د دینونو منونکو ترمنځه د سولې او ملګرتیا مخنیوې دی.


http://iqna.ir/fa/inter/News/3470401

captcha