IQNA

دبی قرآنی مقابلو کې د ۹۱ هیوادونو د ګډون اعلان

9:44 - June 04, 2016
د خبر لمبر: 3480055
نړیواله ډله: ۹۱ هیوادونو او د اسلامی اقلیتونو غړو، د دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو ۲۰ دوره کې د ګډون اعلان وکړو.
دبی قرآنی مقابلو کې د ۹۱ هیوادونو د ګډون اعلان

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «alkhaleej.ae» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دبی قرآن جایزه نړیواله مقابلو ۲۰ دوره د رمضان المبارک میاشتې له ۷ نه تر ۱۸ پورې د «دبی صنعت او تجارت » سالون کې د ټول قرآن کریم حفظ برخه کې پیل کېږي.

د دبی جایزه قرآن مقابلو پيل کوونکې کمېټې مشر ابراهیم محمد بوملحه په دې اړه وویل: د هیوادونو او د اسلامی اقلیتونو ګډون کوونکو شمېر په دې مقابلې کې لومړي ځل له تېرو دورو پرتله بې ساري شمېر ته رسېدلي.

د مقابلو ادارې مشر محمد عبدالرحیم سلطان العلماء هم په دې اړه وویل: دا اداره د پوښتنو جوړولو کار په بشپړه توګه ترسره کړي او د مقابلو د دې دورې قانون له د تېرو دورو لیکلې، څه دارنګه چې لومړي به له مقابله کوونکو نه دوه پوښتنې په هوټل کې پوښتلې کېږي او بیا به د مقابلو له اخیرنۍ مرحلې ته رسېدونکو نه دری پوښتنې په سالون کې پوښتلې کېږي.

د دبی جایزه مقابلو ۲۰ دورې داورانو کمېټې نومونه

      همدارنګه دا مقابله پيل کوونکې کمېټې د دې دورې د داورانو نومونه هم اعلان کړل چې په کې «عادل بن إبراهيم محمد رفاعي» له عربستان، «شيخ علي حسن عبدالله آل علي» له امارات، «شيخ أيمن أحمد أحمد محمد سعيد» له مصر، «شيخ عبدالعزيز فاضل مطر فهد العنزي» له كويت، «شيخ أيمن رشدي سويد» له سوريه او «شيخ علي محمد الزين مبروك» له سودان نه د دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو ۲۰ دورې د داورانو کمېټه غړي دې.

د دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو سره سره د «ښکلې آواز» عنوان لاندې یوه بله مقابله هم د دبی جایزه مقابلو کې له ۱۰ ګټونکو کسانو ترمنځه پيل کېږي چې «شیخ أسامة الصافي» او «شيخ عبدالعزيز حسين الحوسني» له امارات او «شيخ عبدالرزاق عيطان الدليمي» له عراق نه د دې مقابلو داورانو کمېټې غړي دي.

captcha