د ایکنا راپور له مخې، د العرب الیوم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د الطیفله پوهنتون مشر محمد خیر حورانی د دې کنفرانس په شورو کښې وویل: د پوهنتون استادان، فکري لارښود او د محصلانو لارښود دی چې هغې حقیقت ته ورسېږې او د قرآن کریم کیسې د عبرت او تفکر سرچینې دي.
په دې درې ورځې کانفرانس کښې د ادبی ویناوې، په قرآنی کیسو کښې د ښځو انځور، د قرآن کریم په کیسو کښې د شخصیت جوړول او قرآنی کیسې په تفسیری کتابونو کښې په اړه څېړنې او تحلیل ترسره شو.
د عراق پوهنتون استاد طه قیسی، دې ته اشارې سره چې دا کانفرانس د پوهاندو او څېړونکو سره را یوځای کولو ښه فرصت دی تاکید وکړو: د اردن پوهنتون د علمي او څېړونکې کانفرانس لپاره ډېره هڅه کوي.
د دې کانفرانس پرانیستا مراسمو کښې د الطیفیله پوهنتون علمی چارو مشر، د مالی او اداري چارو مشر، د بیلابیلو برخو مشران، استادان او محصلانو شتون لرلو.
د دې کانفرانس په خوا کښې په دینی موضوعاتو د څېړنې غونډې، سیاسي او ټولنیزه پوهاندو او کارپوهانو په شتون کښې پیل شوي.