IQNA

د نړۍ لخوا د دیني معارفو هرکلی

0:11 - May 10, 2019
د خبر لمبر: 3482155
نړیواله ډله: د اسلامي انقلاب معظم رهبر دیني معارفو ته د انسانانو ننۍ اړتیا او هم داشان له دې معارفو د اسلامي نړۍ او حتی له اسلامي نړۍ د بهرو ټولنو هرکلی ته په اشارې سره، د یو بل په نسبت د علمیه حوزو دنده ډیره دنده وبلله.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو برخې نه په نقل، حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي پرون مازیګر د ټول ایران د علمیه حوزو کابو د دوو زرو طلابو، فضلاؤ ، استادانو او مدیرانو په کتنه کښې ټینګار وکړ: مرکزي حوزه ده چې یو دیني عالم روزي څو په اسلامي معارفو باندې په تسلط سره د اسلام د تحقق لپاره د عمل میدان ته ورودانګي.په اسلامي هیوادونو کښې طلبه او عالمان د اسلامي معارفو د اصولو په بیانولو او پراختیا کښې مهم رول لري او په دې منځومان کښې د علمیه حوزو رول له نورو اسلامي ارګانونو ډیر مه دی. له دیني معارفو او اسلامي اخلاقو د ټولنې د خالي کولو لپاره د لویدیځ کلتور هڅه، د دغه سیاست د شنډولو لپاهر د عالمانو، فاضلانو او طلابو له مخکښې نه زیاته روزنه غواړي.
د اسلام دښمنان په هره طریقه هڅه کوي چې اسلامي ټولنې د اسلامي او دیني معارفو له اصیلو اصولو بې برخې کړي څو دغه ټولنې د لویدیځ د مادیت پالې ټولنې په شان یوازې د انسان مادي او دنیاوي اړخ ته پام وکړي.
د لویدیځ مصرف پاله، بې خاصیته او مادي پاله ټولنه د اسلام په دین او د هغه په اصولو هیڅ عقیده نه لري او تل هڅه کوي چې د دیني معارفو او اصولو د ساتونکو رول پيکه وښايي.  
په داشان حالاتو کښې په اسلامي ټولنو او نورو ټولنو کښې د د انسانانو د دیني او اخلاقي کلتور او هویت په برابرولو کښې د روحانیت او علماؤ شتون او رول یو نه انکاریدونکی ضرورت دی.
علمیه حوزې د خپلې ذاتي دندې له مخې په اسلامي او نورو ټولنو کښې د انسانانو لپاره د اسلامي او دیني معارفو د بیانولو په پراختیا کښې د طلابو په روزنې سره ډیر مهم رول په غاړه لري.
د نمونې په توګه د ایران ننی ټولنه د دیني معارفو د پياوړتیا په لړ کښې د پهلوي رژیم د پړاؤ له پرونۍ ټولنې سره د پرتلې وړ نه ده او د اسلامي ایران په ننی ټولنه کښې د خلکو لپاره د دیني معارفو بیانول په یو اساسي اصل بدل شوي دي.
د ایراني-اسلامي، ایران-اسلامي تمدن او د ژوند د ایراني-اسلامي طریقې په شان مقولې نن سبا د ایران په ټولنه کښې د علمیه حوزو، طلبه و او علماؤ په هلوځلو دود شوې دي.
په همدې لړ کښې حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي علمیه حوزې د اسلام د روزنې او په ټولنه کښې یې د ژورتیا مرکز وباله او ویې ویل: خلکو ته د دیني معارفو پيژندګلوي د علمیه حوزو د دندو یوه برخه ده او د دې دندې بله برخه د خلکو د ژوند په متن کښې د دیني معارفو عملي کول دي.
د علمیه حوزو او پوهنتونونو رغنده ارتباط او ملګرتیا په بشري ټولنو کښې د طلابو او علماؤ اغیزشیندنه زیاته کړې ده. اسلامي عالمانو او طلبه ؤ د ټولنې د مختلفو پرګنو په تیره بیا د نویو نسلونو غوښتنو ته په منطقي ځواب سره چټي توب ته د اسلامي ټولنې د انسان د رسیدو مخه ونیوله.  
چټي توب او مادیت پالنه یو داسې چیلنج دی چې لویدیځپاله ټولنه ورسره مخامخ ده او د لویدیځو ځوانانو سربدالي او د دیني معارفو په لور یې تګ له دې غوره معارفو له اسلامي نړۍ د بهرو ټولنو د هرکلي نښه ده.
په همدې چوکاټ کښې د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: دا تصور چې خلکو د دنیا په مختلفو سیمو کښې له دیني معارفو مخه اړولی دی، یو غلط تصور دی بلکې له دې معارفو هرکلی لازیات شوی دی.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i82049
captcha